مزار شريف ( پژواک، ۱۶زمری ۹۷) : د بلخ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست مسوولين وايي چې سږکال په دغه ولايت کې پر ۶۲زره هکتاره للمي ځمکې کرل شوي غنم د وچکالۍ له امله له منځه تللي دي.
دوی زياتوي چې د للمي ځمکو د کښتونو د خرابېدو تر څنګ، د اوبو د کمښت له امله د ابي ځمکو په حاصلاتو کې هم کموالی راغلی دی.
له دې سره په بلخ ولايت کې د للمي ځمکو د حاصلاتو ډېرېدو په موخه پر پنځه سوه جريبه ځمکه د يوه تحقيقاتي فارم د جوړېدو چارې هم پيل شوې.
د بلخ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رييس سراج الدين مهربان وايي چې سږ کال د وچکالۍ له امله په دغه ولايت کې پر زرګونه جريبه للمي ځمکو کرل شوی کښت له منځه تللی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ۱۶مه د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې (په وچو ځمکو د کرنې پراختيا) په پروګرام کې وکړې.
د بلخ د کرنې رييس زياته کړه، هر کال په بلخ ولايت کې د کروندګرو له خواپر شاوخوا ۹۵ زره هکتاره ابي او ۶۲زره هکتاره للمي ځمکو کښتونه کېږي.
د مهربان په وينا، چې سږکال د روانې وچکالۍ له امله د بلخ د ټولې ۶۲زره هکتاره للمي ځمکې حاصلات سوځېدلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې ياد رياست دې برخه کې له کروندګرو سره کښتونو ته د اوبو رسولو په موخه د لسګونه تراکتورونو مرسته هم کړې وه؛ خو بيا هم د وچکالۍ افت د زيانونو مخه ونه نيول شوه.
مهربان وويل: (( که د هر هکتار ځمکې حاصل موږ يو ټن غنم محاسبه کړو؛ نو دې سره ويلای شو، چې سږ کال موږ ۶۲زره مټريک ټنه غنم له لاسه ورکړل.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن