منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې چاودنې ١٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۷ زمری ۹۷): د  بلخ په شولګر ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د شولګر امنيه قوماندان سيد عارف اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو دغه ماين د شولګر ولسوالۍ د قوچ قزل کلي پر سړک ځای پر ځای کړی و.

نوموړي زياته کړه چې سهار اووه بجې له ياد کلي عام خلک د شولګر ولسوالۍ بازار ته پر لاره وو چې پر سراچه موټر یې د ماین چاودنه رامنځته شوه.

هغه وويل چې په دې پېښه کې شپږو ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د هغه په وينا په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د شولګر امنيه قوماندان وايي چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه