منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیا هنرمندان: حکومت هېر کړي یو

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۵۶ کتنې

ګردېز (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٧): پکتيا کې د هنر بېلابېلو برخو فعالان او هنرمندان شکايت کوي چې په دغه ولايت کې هنرمندانو او د هنر ودې ته هېڅ پاملرنه نه کيږي.

د پکتيا ولايت ځينې خطاطان، انځورګر، ميناتوران، او تابلو جوړوونکي چې د ودان افغانستان ګوند ولايتي دفتر له خوا د هنرمندانو ستاينې په يوه پروګرام کې يې د زمري په ٢٣مه خپل اثار او تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړي، هنر ته د دولت او مسوولو ادارو پر نه پاملرنه خواشيني دي.

د دوى له ډلې کندهار مشعل له ماشومتوبه د انځورګرۍ مينه وال دى او له تېرو شپاړس کلونو راهيسې خطاطي او انځورګري کوي، خو وايي د کار په برخه کې يې د ملاتړ او تشويق د نه شتون له امله په پخوانۍ مینه کار نه شي کولی.

مشعل پژواک ته وويل چې په پکتيا کې په ياده برخه کې هېڅ کار نه دی شوی او نه يې اوس دولت او نورې ادارې د هنر پراختيا او ودې ته کار کوي.

دی وايي: ((پکتيا کې هنري حالت ډېر خراب دی، له موږ سره هېڅوک همکاري نه کوي. موږ تابلوګانې جوړې کړو، خو زموږ په دفتر او هنري څانګه کې خرابېږي او بازار نه ورته لرو چې هلته يې خلک وګوري او ويې پېري. موږ له دوی څخه نه رنګ غواړو، نه برس غواړو او نه ورنه کاغذ غواړو، فقط موږ دې تشويق کړي.))

دغه راز د ګردېز یو اوسېدونکی بهايي جان چې له تېرو کابو ۲۵ کلونو راهيسې د رسامۍ او ميناتورۍ هنري برخو کې فعال دی، وايي چې په خپل شخصي لګښت يې دې چارې ته دوام ورکړی دی.

هغه وويل چې له هنري لارې لا هم عايد نه شي ترلاسه کولی او د کورنيو ورځنيو اړتياوو پوره کولو لپاره نور کاروبار کوي.

دی وايي: ((پکتيا کې د هنر لپاره هېڅ کار نه دی شوی، زه د کابل له پوهنتونه کادر فارغ شوی یم، زه په خپل شخصي امکاناتو دا کار کوم. حکومت بايد هنرمندان تشويق کړي.))

يوه خطاط طاهر افغان هم ورته شکايت کوي او وايي چې د هنر د هرې برخې فعالان په زياتو ستونزو کې خپل هنري ژوند او هنري چارو ته دوام ورکوي.

افغان وويل: ((لکه څنګه چې د نورو ځايونو او هېوادونو هنرمندان يوه تابلو جوړوي او هغسې يو بازار ورته لري او بيا يې خرڅوي، موږ ته هغسې بازار نه دی جوړ شوی. نندارتونونو او د خلکو لېوال کولو ته کار نه دی شوی؛ همدارنګه چا مو پوښتنه نه ده کړې چې د کار لپاره اسانتياوې راته برابرې کړي.))

دغه راز نثار حبيب، هنر د کلتوري سمون او غنامندۍ مهمه برخه يادوي او ټينګار کوي چې د اصيل افغاني هنر احيا او پراختيا ته بايد زيات کار وشي.

حبيب پژواک ته وويل چې هنر نه يوازې د ټولنې د افرادو عالي ذوق روزي، بلکې د ناسمو ټولنيزو پديدو په حل او له منځه وړو کې هم رول لري.

دی وايي: ((هنر دومره يوه ښه ځانګړتيا لري چې هم پيغام لېږدوي، هم مفهوم او معنا، هم نيوکه کوي او هم د خلکو احساسات نه راپارېږي، نو له دې اړخه زموږ د ټولنې په جوړېدو، له ټولنې د کاذبو ارزښتونو په نفي کېدو او د کلتور په سمون او غنامندۍ کې ډېر زيات رول لوبولی شي.))

د دغه پرورګرام يو تنظيموونکی نصير غورځنګ وايي چې موخه يې دولتي او غير دولتي هنري ادارو ته په پکتيا کې د هنر برخې ظرفيت ښودل او د هغوی پام را اړول دي.

غورځنګ وويل: ((هدف دا و چې هنرمندان خپل خطاطي شوي او رسامي شوي اثار خلکو ته وړاندې کړي چې پکتيا کې څومره ظرفيت دی او بل دا چې دولت دوی ته پام وکړي؛ ځکه اکثره هنرمندان د اقتصادي ستونزو له امله په شخصي کارونو کې مصروف دي.))

همدارنګه د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس محمدشفا مشفق وايي چې تر اوسه يې هنر پاللو او د هنرمندانو د ستونزو په حل او تشويق کې هڅه کړې ده خو په خبره يې د بوديجې د کموالي له امله تر دې زيات څه نه شي ترسره کېدی.

مشفق پژواک ته وویل: ((ستونزې شته، هغسې چې لازمه ده کافي بوديجه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په واک کې نشته، خو بيا هم په هره ربعه کې موږ تقريباً هنرمندانو ته دوه او درې نندارتونونه جوړ کړي او د وزير په لاسليک مو تنديسونه او لاسليکونه ورکړي او دوی مو نازولي او تر دې وروسته هم کوشـش کوو چې لا زيات پام ورته وکړو.))

پکتيا کې په داسې حال کې د فرهنګ او هنر او په دې هره برخه کې له زياتو ستونزو او د همکاري له نشتوالي شکايتونه کېږي چې د ارقامو له مخې د مالي کال د پنځو مياشتو په تېرېدو اطلاعاتو او کلتور وزارت لا خپله ۲۰ سلنه بوديجه هم نه ده مصرف کړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور