ترینکوټ (پژواک، ۳ وږی ۹۷): د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې مېشت د ملي اردو لسګونو سرتېرو ته له تېرو څه کم دوو میاشتو راهیسې خوراکې توکي نه دي رسېدلي او اوس له لوږې سره مخ دي.
خاص اروزګان ولسوالې له تېرو درېیو کلونو راهیسې کلابنده ده او اوس هلته یوازې د ملي اردو کمپ او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ تر دولتي حاکمیت لاندې ده.
په خاص اروزګان ولسوالۍ کې مېشت د ملي اردو ځواکونو پژواک اژانس ته وویل، له تېرو دوو میاشتو راهیسې ورته اکمالات نه دې رسېدلي او نه د هغوی ستونزه هواره شوې ده.
په یاد کمپ کې مېشت د ملي اردو یوه سرتېري چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له بد حالت سره مخ دي.
هغه زياته کړه، له یوی خوا د طالبانو ډله ییزه بریدونه او له بلې خوا د خوراکې توکو نشتوالي دوی مجبوره کړي زیاتي ورځې په لوږه کې تېرې کړي.
دغه سرتېری وایي، له ۴۵ ورځو راهیسې یې ډوډۍ نه ده خوړلې، یوازې یوه کم اندازه وریجې چې ور پاتې دې ترې شوله پخوي او هغه هم د خلاصېدو په حال کې ده.
نوموړى غوښتنه کوي چې غږ دې ژر واورېدل شي او ستونزو ته دې حل لاره پیدا شي.
په خاص اروزګان کې د ملي اردو ځواکونو قوماندان سید کریم اغا هم پژواک ته وویل چې سرتېري له لوږي سره مخ دي او ډېرى مهال واښه خوري.
هغه وايي، دوی څو ځلې له ولایت او حتی له مرکز کابل سره خپله ستونزه شریکه کړې ده، خو زياتوي چې تر دې دمه ورته حل لاره نه ده پیدا شوې.
سیدکریم اغا وويل، هره ورځ پرې طالبان ډله ییز بریدونه کوي، په ټوله ولسوالۍ کې یوازې د ملي اردو کمپ او یو کور چې په کې د پولیسو قومانداني ده ، د دولت په واک کې ده.
هغه وایې، د ولسوالۍ ودانۍ، د ملي امنیت، معارف، او ټولي نورې ودانۍ د طالبانو په ولکه کې دې او ښار هم طالبانو کلابند کړی.
د ملي اردو دغه قوماندان وایې، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې ولسوال، امنیه قوماندان او د ملي امنیت مدیر ولسوالۍ ته نه دې تللي او په مرکز ترینکوټ کې اوسي.
هغه په ولسوالۍ کې روان حالت بېړنی یاد کړ او د پاملرني غوښتنه یې وکړه.
په خاص اروزګان کې روان حالت د دغه ولایت ولایتي شورا هم اندېښمنه کړې او ورته د پاملرنې غوښتنه کوي.
د ولایتي شورا رييس امیرمحمد بارکزي پژواک ته وویل، نه یوازې د اروزګان په خاص اروزګان کې روان وضعیت د اندېښني وړ دی، بلکې د دغه ولایت په یوشمیر نورو ولسوالیو کې د پوځ سرتېري له لوږي سره مخ دي او ورته اکمالات نه کیږي.
بارکزی وایې، په خاص اروزګان کې یوازې د ملي اردو قوماندان شته او نور هېڅ دولتي مسوول هلته نه دی تللی.
هغه وایې، دغه ستونزه یې څو ځلې د ولایت له مسوولینو او نظامي شورا سره شریکه کړی خو ورته پاملرنه نه ده شوې.
د اروزګان ولایت مقام بیا دا نه مني چې خاص اروزګان ته اکمالات نه رسېږي، خو وایې چې ډېر ژره به ولسوالۍ ته ولسوال او د پولیسو مشر ولیږي.
د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید پژواک اژانس ته وویل، ولسوالۍ ته پر وخت اکمالات رسیدلی او په دې برخه کې ستونزه نشته، خو زياتوي ، خاص اروزګان ته یې ولسوال او د پولیسو نوی مشر به تر ټاکل کیدو وروسته ژر تر ژره ولیږي.
د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور پژواک ته وويل، چې هلته پخوا هم اکمالات شوي وو او اوس د لوى درستيز په حکم نور اکمالات هم کېږي او ستونزه نشته.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










