بامیان (پژواک، ١٢ وږی ٩٧): د بامیانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مرکز او ځينو ولسوالیو کې نږدې ۵۰ زره کورنۍ د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د بامیانو د کرنې رییس عبدالوهاب محمدي پژواک خبري آژانس ته وویل، د دغه ولایت په ۱۵زره کلیو کې شاوخوا ۵۰زره هغه کورنۍ چې د ژوند د اړتیاوو پوره کولو توان نه لري، د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه: ((د بامیانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د ارزونې له مخې د ورس، پنجاب او سیغان ولسوالۍ له سختې وچکالۍ، د بامیانو مرکز او یکاونلنګ ولسوالي له متوسطې وچکالۍ او د شیبر او کهمرد ولسوالۍ له کمې وچکالۍ سره مخ دي.))
د هغه په خبره، سږ کال د تېر کال په پرتله د ورښت کچه ۴۰ سلنه کمه شوې ده.
هغه وویل، له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې د زیانمنو لپاره ۱۵۰۰ ټنه غنم په پام کې نیولي، دغه اندازه مواد د وچکالۍ ځپلو سره د مرستې لپاره ډېر کم دي.
محمدي زیاته کړه: ((په بامیانو کې به وچکالي ممکن نور غبرګونونه لکه بېکاري او د کورونو پرېښودل رامنځته کړي نو له دې امله له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې څېړنیز ټېم په داسې څېړنه کار کوي چې د وچکالۍ له امله د رامنځته شوو زیانونو کچه معلومه کړي.))
هغه د دې په څرګندولو چې په دې کچه غنم د زیانمونو سره د مرستې لپاره بسنه نه کوي وویل، د بامیانو د کرنې ریاست هڅه کوي چې له مرستندویه موسسو سره اړیکه ټینګه کړي تر څو ډېرې مرستې ترلاسه کړي.
د بامیانو د ولایتي شورا غړي محمد علي محمودي وویل، په ورس ولسوالۍ کې وچکالي دې خد ته رسېدلې چې ډېری کلي لکه تخت ورس، شاهي، سخرجوی، موشک او پنجندود د څښاک اوبه له ۵ کیلو متره لرې فاصلې څخه راوړي.
نوموړي زیاته کړه: ((وچکالۍ د دغه ولایت اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي او دوی یې د علوفې د نه شتون له امله په کمه بیه د حیواناتو پلور ته اړ ایستلي.))
د هغه په خبره، په راتلونکو میاشتو کې ښايي د ورس ولسوالۍ اوسېدونکي د وښو او خوړو د نه شتون له امله خپل کورونه پرېږدي.
هغه وویل: ((دولت تر اوسه یوازې سروې ترسره کړې خو تر اوسه یې د څښاک اوبو او لومړنیو مرستو په برابرولو کې څه نه دي ترسره کړي.))
د یاد ولایت د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکي علي محمد چې له خپلې کورنۍ سره مرکز ته راغلی وویل، خوراکي توکو ته د نه لاسرسي له امله د کلي پرېښودو ته اړ شو.
نوموړي زیاته کړه: ((کله چې په کلي کې اوسېدم، د کال په پیل کې د کرنې لپاره اوبه نه وې او ومې نه شو کولای چې ځمکې وکرم.))
هغه زیاته کړه، سږ کال یې د وچکالۍ له امله کروندو حاصل نه درلود چې هم دی خپله ترې ګټه واخلي او هم یې له شنو موادو حیواناتو ته خواړه برابر کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










