منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار پوهنتون ٤٨ استادانو بهرنيو هېوادونو کې ماسټري او دوکتوراترلاسه کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

جلال اباد (پژواک،  ۲۴ وږی ۹۷): د ننګرهار پوهنتون چارواکي وايي چې ۴۸ استادان د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه په بهرنيو هېوادونو کې تر زده کړو وروسته بېرته دغه پوهنتون ته راستانه شوي دي.

د وږي په ۲۴مه د يادو استادانو د قدرونې لپاره د ننګرهار پوهنتون په انګړ کې غونډه جوړه شوې وه او ياد استادان په ستاينليکونو ونازول شول.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهنوال ببرک مياخېل پژواک اژانس ته وويل چې ټولنې ته د ښو علمي کدرونو د وړاندې کولو لپاره د ښه لوړ ظرفيت لرونکو استادانو موجوديت ته اړتيا ده چې اوس دغه پوهنتون ياده هڅه پيل کړې ده.

دی وايي، د سيمې د يو شمېر هېوادونو ترڅنګ له ځينو اروپايي او امريکايي پوهنتونونو سره د تړونونو له مخې،په تېرو دوو کلونو کې ۴۸ استادان د ظرفيت لوړونې په موخه د دوکتورا او ماسټرۍ په برخو کې د زده کړو لپاره دغو هېوادونو ته تللي و.

هغه زياتوي، په يادو استادانو کې ۸  تنو د دوکتورا او پاتې ۴۰ کسان چې ډېری يې ځوانان دي د ماسټرۍ زده کړې کړې دي.

د نوموړي په وينا، دغو استادانو په جاپان، امريکا، هند، چين، ترکيه، پاکستان او يو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کرنې، انجنيرۍ، حقوقو، اقتصاد او ادبياتو برخو کې زده کړې کړې دي.

میاخېل وایي، د دې ترڅنګ يې د اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړونې لپاره هم يوشمېر پروګرامونه ترسره کړي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

د دغه پوهنتون د عامه کتابتون مسوول ميرويس رحماني پژواک سره د خبرو پرمهال غوښتنه وکړه  چې د پوهنتون اداره بايد د اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړونې لپاره لا هڅې ګړندۍ کړي.

د يادولو ده چې ننګرهار پوهنتون اوسمهال د دوو زرو نجونو په ګډون ۱۵۰۰۰ محصلين لري چې د لېسانس، ماسټرۍ او PHD په کچه ورته د نږدې ۵۰۰ استادانو له لوري زده کړې ورکول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه