کندهار (پژواک، ۲۴ وږی ۹۷): د کندهار د روغتيايي علومو په انسټيټيوټ کې د زده کړو لپاره د سوېلي زون د څلورو ولایتونو کندهار، هلمند، اروزګان او زابل څخه ۱۸۰۰ نارینه او ښځینه وو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
له دې ډلې څخه به ۲۰۰ تنه نارینه او ښځینه په څلورو څانګو (نرسنګ، قابلګي، روغتیايي ټکنالوژي او فارمیسي) کې د دوه کلونو زده کړو لپاره انتخاب شي.
د کانکور اخیستو په پروسه کې د کندهار د والي زلمي ويسا تر څنګ د کندهار پوهنتون، پوهنې او عامې روغتيا ریيسانو، د انسټيټيوټ استازو او له کابل څخه راغلي پلاوي ګډون کړی وو .
د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وویل، د کانکور د نننۍ ازموینې لپاره د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو ۱۸۰۰ نارینه او ښځینه وو نومونه لیکلي وو چې ۲۰۰ ښځینه او نارینه به د نرسنګ، قابلګي، روغتیايي ټکنالوژي او فارمیسي په څانګو کې د دوه کلونو زده کړو لپاره انتخاب شي.
هغه زیاته کړه، په دې ازموينه کې يې د ولسواليو ګډون کوونکو ته لومړیتوب ورکړی څو تر فراغت وروسته په خپلو خپلو سیمو کې د روغتیايي خدماتو په برخه کې کار وکړي چېرې چې روغتيايي کارکوونکي او روغتیايي اسانتیاوې کمې دي.
پخلا یادونه وکړه چې اوسمهال په دغه انسټيټيوټ کې په څلورو څانګو کې زده کړې تر سره کېږي چې پنځمه څانګه به هم په نږدې راتلونکي کې ور زیاته کړي.
هغه نوې څانګه د رواني مشاورینو د روزلو یاده کړه چې ۳۳ تنې مشاورینې به په کې د لومړي ځل لپاره په زده کړو وګومارل شي.
د کندهار والي زلمي ویسا خوښي وښودله چې ورو ورو نارنیه او ښځینه اکاډمیکو مرکزونو ته مخه کوي او غواړي خاورې او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمت وکړي.
نوموړي د ازموینې پر روڼوالي ټنیګار وکړ او ویې ویل چې ګډونوال دې د خپلو وړتياوو له مخې اړوندو څانګو ته بریالي شي.
د ازموینې برخه والو بیا پر شفافیت د ټینګار تر څنګ ګیله کوله چې له ۱۸۰۰ کسانو څخه یوازې د ۲۰۰ محصلینو جذبول ظلم دی.
login or register a new account.