منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست ته په تېرو ۱۷ کلونو کې پراختیايي بودجه نه ده ورکړل شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۴ کتنې

ګردېز (پژواک، ٢٦ وږى ٩٧): د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي چې اړوند وزارت په تېرو ١٧ کلونو کې هېڅ پراختيايي بودجه نه ده ورکړې چې له امله يې په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا د پکتيا خلک او د ادب او فرهنګ د بېلابېلو برخو فعالان پر اطلاعاتو او کلتور وزارت کلکه نيوکه کوي چې دغه ولايت ته يې هېڅ پام نه دی کړی.

دوی وايي، سره له دې چې په پکتيا کې زيات لرغوني ځايونه او اثار شته، خو تر اوسه يې ساتنې او ترميم ته هېڅ کار نه دی شوی.

د بريا فکري بنسټ مشر ساحل منګل د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد وزارت په پکتيا کې هېڅ فرهنګي، ادبي او علمي چاره نه ده ترسره کړې او نه يې له فرهنګيانو او څېړونکو سره مرسته کړې ده.

منګل وايي: ((پکتيا کې هېڅ ډول فرهنګي او ادبي چارې نه تر سترګو کېږي، يوازې فرهنګيان په خپل شخصي لګښت ځيني وخت فرهنګي پروګرامونه جوړوي. د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا تر اوسه په لويه پيمانه کوم کار نه دی شوی، نه سيمينارونه جوړ شوي، نه کتابونه چاپ شوي، نه تاريخي ابدات رغول شوي، هېڅ کار هم نه دی شوی.))

فرهنګيان ياد وزارت له پکتيا سره پر توپيري چلند تورنوي او وايي که پکتيا ته پام ونه شي او رياست همداسې سمبوليک وي، نو اطلاعاتو او کلتور رياست به وتړي.

د دوی له ډلې نور ولي ثابت پژواک ته وويل: ((په تېرو اوولسو کلونو کې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پکتيا کې هېڅ کار هم نه دی کړی، که پکتيا ته بودجه ورنه کړل شي او تاريخي ځايونو او فعاليتونو ته توجه ونه شي، نو موږ ځوانان به اطلاعاتو او فرهنګ رياست وتړو.))

د پکتيا پرېس کلب مشر حقمل مسعودزی، فرهنګ د يو هېواد د تاريخ او پېژندنې مهمه برخه او په عين حال کې د عايد ښه سرچينه يادوي او په حکومت نيوکه کوي چې دې مهمې برخې ته خورا کمه بوديجه ځانګړې کوي.

مسعودزی وايي، د کلتور وزارت بايد د پردي کلتوري يرغل په مخنيوي کې فعال و اوسي او په هېواد کې د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړي چې له هغې ډلې پکتيا هم د سياحت ښې سيمې لري.

نوموړي پژواک ته وويل چې په پکتيا کې ځينې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله له فعاليته لوېدلې او ځينو نورې له ورته ګواښ سره مخ دي چې اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد جدي پام ورته وکړي.

نوموړی وايي: ((فرهنګ د يو هېواد لپاره ډېر ارزښتمن دی، ځيني هېوادونه د فرهنګ لپاره ډېره زياته بودجه مصرفوي. په پکتيا کې يو شمېر رسنۍ سقوط شوې او ځينې نورې د سقوط له ګواښ سره مخ دي، که غواړي چې فرهنګ مو وده وکړي، نو پر رسنيو دې هم سمه پانګونه وکړي.))

مدني فعال نصير غورځنګ د پکتيا اطلاعات او کلتور رياست پړ ګڼي چې له وزارته د پراختيايي بودجې د اخيستو ظرفيت نه لري.

غورځنګ پژواک ته وويل: ((د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دې ظرفيت نه لري چې د خپلې انکشافي بودجې پوښتنه وکړي. د رياست کار همدا دی چې له وزارت، دولت او موسساتو سره دا مسايل شريک کړي، پروپوزلونه ولېږي او هغه بوديجه چې ضروري ده، له حکومته يې ترلاسه کړي.))

دغه راز د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس محمدشفا مشفق پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې تر سلو زيات لرغوني ځايونه او ګڼ اثار شته چې ځيني هغه يې جدي څار او بيارغونې ته اړتيا لري.

مشفق هم وزارت پکتيا ته پر نه پاملرنه تورنوي او وايي هر کال د پراختيايي بودجې لپاره پراختيايي پلان لېږي، خو وزارت ورته پلمې کوي او په تېرو ١٧ کلونو کې يې هېڅ پراختيايي بودجه نه ده ورکړې.

نوموړي وويل: ((په تېرو اوولسو کلونو کې وزارت موږ ته پراختيايي بوديجه نه ده راکړې، هر کال موږ د دې لپاره پروژه سازي کوو، د هر کال خپل پرمختيايي پلان پاس کوو او له وزارت سره يې شريکوو، ولې وزارت يوازې حيله او بهانه په وزارت ماليې ور اچوي چې موږ ته وزارت ماليه بودجه نه راکوي. موږ ته تر اوسه د هند سفارت له خوا اته لکه ډالر غير اختياري بودجه راکړې ده چې په هغې دا اوس د رياست د کمپلکس چارې روانې دي.))

خو بل لور ته د يادو څرګندونو په غبرګون کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند صابر مومند بيا وايي چې په پکتيا ولايت کې د يوازېنۍ لويې رغنيزې پروژې چارې چې د اطلاعات او کلتور رياست د اداري کمپلکس ودانۍ ده، هم د دوی له لارې د هند سفارت په مرسته قرارداد شوې ده.

مومند پژواک ته وويل چې وزارت د ولايتونو د ضرورتونو په کچه اقدام کړی او دا نه مني چې پکتيا ته دې پراختيايي بودجه نه وي ځانګړې شوې.

دی وايي: ((موږ انکشافي بودجه هېڅ ولايت ته مستقيماً نه ورکوو، هغوی چې کوم ضرورتونه پيشنهاد کړي، هغه په نظر کې نيول کېږي او قرارداد يې مرکز کېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې مالي کال له نيمايي تېر شوی، خو د ارقامو له مخې اطلاعات او کلتور وزارت لا خپل شل سلنه بودجه هم نه ده مصرف کړې.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور