منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۳ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار په پنځو ولسواليو کې د ټاکنو لپاره ښځو هېڅ نوم ليکنه نه ده کړې

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

 کندهار (پژواک، ٧ تله ۹۷): په کندهار کې راتلونکو ټاکنو ته نه یوازې د ښځینه کاندیدانو شمېر کم دی، بلکې په ټولیزه توګه په دغه ولایت کې په ټاکنیزو فعالیتونو کې د ښځو ونډه کمرنګه ده او په پنځو ولسواليو کې ښځو هېڅ نوم ليکنه نه ده کړې.

د ډېرو په اند، دغه حالت ډېر لاملونه لري چې نا امنۍ، ناوړه دودونه او د خلکو ناسم ذهنیتونه یې په سر کې راځي.

په کندهار کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ۱۱۲ کسانو ځانونه کانديد کړي چې له ډلې یې  ۱۲ ښځې دي.

خو دا ستونزه يوازې تر دې محدوده نه ده، بلکې په دغه ولایت کې د رایې ورکولو په برخه کې هم د ښځو برخه اخیستنه کمرنګه وي.

په کندهار کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۷۳ زره يې ښځې دي، په داسې حال کې چې د دغه ولایت نفوس له دوه میلیونه ډېر ښودل کېږي چې نیمايي ښځې دي.

ان په کندهار کې داسې ولسوالۍ هم شته چې ښځو په کې هېڅ نوم لیکنه نه ده کړې.

له کندهاره پارلماني ټاکنو ته کاندیده ډاکتره عزیزه وايي، له بده مرغه د هېواد د ډېرو ولایتونو په پرتله په دغه ولایت کې نه یوازې په ټاکنیزو فعالیتونو، بلکې په ګڼو ټولنيزو چارو کې د ښځو ونډه کمه ده.

دا زیاتوي، د ښځو د کار او فعالیت پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه نا امني او د ټولنې ناسم ذهنیت او چلند دی چې هغوی یې د ژوند پر ډېرو ډګرونو شا ته پرېیښې دي.

دې وویل، لومړی دلته د سواد کچه ټیټه ده، خو هغه لږ شمېر مېرمنې چې لوستې دي او غواړي په ټاکنو او یا نورو علمي او ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه واخلي د نا امنۍ او نورو دودیزو مسایلو له امله دغه کار نه شي کولای.

د عزيزې په باور، په دغه ولایت کې شته ستونزو ته په کتو یې لوی جرئت کړی چې ځان یې پارلمان ته

کاندید کړی، په داسې حال کې چې کورنۍ او دوستان یې هر وخت د سر د ساتلو ورته وايي.

دې وویل، په دغسې یوه حالت کې به دا څنګه کمپاین وکړي او یا د ښځو منځ ته ورشي او له هغوی رایې وغواړي.

نوموړې یوه بله ستونزه دا هم یاده کړه چې ټولنه نرواکې ده او په ډېرو مواردو کې ان ښځې د نارینه وو په رایې پسې ځي؛ یعنې که نارینه وو چا ته رایه ورکوله، نو خپلې مېرمنې هم اړ باسې چې هغه ته رایه ورکړي.

د کندهار ولایتي شورا وکیله او د ښځو حقونو فعاله سرینا فیضي هم په دغه ولایت کې په ټاکنیزو فعالیتونو کې د ښځو ونډه پیکه او کمرنګه ګڼي.

دې پژواک ته وویل، دلته خلک خپلې لوڼې او خویندې ښوونځي ته نه پرېږدي، ټاکنې او ټاکنیز فعالیتونه خو لرې خبره ده.

دا هم وايي چې نا امني، د خلکو ناسم ذهنیتونه، ناوړه دودونه او رواجونه او ګڼ نور لاملونه یو ځای شوي او دغه حالت یې زېږولی دی.

خو دا د دې ټولو تر څنګ له ښځو سره د خلکو او ټولنې ناسم چلند ډېره ځوروي.

دا چې په خپله د کندهار په ولایتي شورا کې د خلکو استازې ده، هم له دې ستونزې ډېره کړېږي او وايي: ((زه چې برحاله وکیله یم، له ستونزو سره مخ یم، نو هغوی چې نوې راځي بېخي له ستونزو سره مخ کېږي.))

خو فیضي زیاتوي چې د کورنۍ د مشرانو مرسته او حمایه ده چې لا هم خپلو ټولنیزو فعالیتونو او کار ته دوام ورکوي.

دې زياته کړه: ((زه اعتراف کوم که له ما سره مې د کورنۍ مرسته نه وي، د یوې دقیقې لپاره دغه کار نه شم کولای، په کار ده په خپله کورنۍ او د ټولنې روڼ اندي قشر د خپلو خویندو او لوڼو تر شا ودرېږي، هغوی زده کړې او کار ته وهڅوي او ملا یې وتړي.))

خو د دې تر څنګ دا له حکومته غوښتنه کوي څو داسې چاپېریال برابر کړي چې ښځې په کې خپل حیثیت او امنیت خوندي وګڼي او په ډاډه زړه هم د ژوند په نورو برخو او هم په ټاکنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي.

د کندهار یوه مېرمن فریده چې د ټاکنو لپاره یې نوم لیکنه کړې ده، وايي له بده مرغه ښځې د نارینه وو تر واک لاندې ژوند کوي او ډېرې کمې ښځې داسې دي چې نسبي خپلواکي لري.

دا وايي، دلته د کورنیو د مشرانو له خوا ښځو ته له اړتیا پرته تذکرې نه جوړېږي، ځان کاندید کول او یا رایه ورکول خو بېخي لرې خبره ده.

د دې په خبره، ډېرې داسې کورنۍ پېژني چې خپلې نجونې یې په نهم یا لسم ټولګیو کې له زده کړې وروسته پر کور کېنولې دي نو په ټاکنیزو فعالیتونو کې برخې اخیستو ته به یې څنګه پرېږدي.

حاجي محمد شریف د کندهار ښار د کابل شاه سیمې اوسېدونکی دی چې کورنۍ یې ټوله لوستې ده.

هغه پژواک اژانس ته وویل: ((دا چې په خپلو لوڼو مې زده کړې کړې همدا بس دي؛ ځکه دلته شرایط هغسې نه دي چې هغوی دې په ټاکنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي او یا دې ځانونه کاندید کړي، په داسې حال کې چې هغوی د دغه کار وړتیا هم لري.))

دی وايي، تر ټولو لویه ستونزه نا امني ده، بله لویه ستونزه د لوستو مېرمنو پر وړاندې د ټولنې ناسم چلند دی، جګړې، بې سوادي او نورو ستونزو د خلکو ټولنیز اخلاق خراب کړي، که یوه ښځه له کوره د زده کړو یا کار لپاره وځي نو له راز راز ستونزو سره مخ کېږي.

په کندهار کې د ټاکنو کمېسیون چارواکي هم په ټاکنیزو فعالیتونو کې د ښځو پر کمرنګه ونډه اندېښنه ښيي او دوی یې هم لامل د امنیت نشتوالی، ناسم رواجونه او ذهنیتونه ګڼي.

د دغه کمېسیون مرستیال هارون کلیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، له کندهاره ولسي جرګې ته ۱۱۲ کسانو ځانونه کانديد کړي چې ۱۲ یې ښځې دي، په داسې حال کې چې د جندر د اصولو له مخې باید د هغوی شمېره د نارینه وو د شمېر هومره وای.

دی وايي، له دې ډلې به ۱۱ کسان پارلمان ته لار پیدا کوي چې درې به یې ښځې وي.

د ده په خبره، ډېرې مېرمنې چې لوستې دي، زړه نه ښه کوي د سیاست ډګر ته راشي او یوازې یې د پوهنې او روغتیا په څېر په محدودو ساحو کې ځانونه بوخت کړي دي؛ ځکه په اصل کې د هغوی د کورنیو د مشرانو ذهنیتونه دغه کار ته جوړ نه دي.

دی وايي، د دغه ناسم ذهنیت بدلون ته ډېر وخت په کار دی، خو که اوسنی حالت له لسو کلونو پخواني حالت سره پرتله شي، ډېر مثبت بدلون راغلی دی.

کلیوال په دغه ولایت کې د رایې ورکولو په برخه کې هم د ښځو ونډه کمه وګڼله او ویې ویل، ان په کندهار کې داسې ولسوالۍ هم شته چې ښځو په کې هېڅ نوم لیکنه نه ده کړې.

هغه له پژواک خبري اژانس سره د نوم لیکنې لړلیک هم شریک کړ چې ښيي په شاولیکوټ، میانشین، ښوراوک، غورک او رېګستان ولسوالیو کې ښځو هېڅ نوم لیکنه نه ده کړې او په دوو ولسوالیو معروف او نېش کې هېڅ نوم لیکنه نه ده شوې.

دغه راز معروف او نېښ بیا هغه ولسوالۍ دي چې هېڅ نوم لیکنه په کې نه ده شوې.

کلیوال وايي، هڅه کوي د ټاکنو لپاره د مامورینو په ګومارلو کې د جندر موضوع مراعات کړي؛ ځکه د اصولو له مخې په هر ټاکنیز مرکز کې باید یوه نارینه او بل ښځینه محل وي.

خو دی وايي، په یو شمېر نا امنو ولسوالیو کې چې د ځمکې له لارې ورتګ ممکن نه دی او د هوا له لارې اکمالات ورته کېږي، مجبور دي نارینه مامورین پر دندو وګوماري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست