جلال اباد (پژواک، ۸ تله ۹۷): د ننګرهار کانال رياست له لوري د زيتونو د توليد په فابريکه کې د زيتونو باغونو له سږنيو حاصلاتو د اچارو او تېلو د توليد پروسس پيل شو.
چارواکي وايي، سږکال د زيتونو حاصلات ډېر کم دي او يواځې ۶۰ ټُنه زيتون راټول شوي چې له اتو ټنو به د زيتونو اچار او له پاتې ۵۲ ټُنو څخه به د زيتونو تېل ووېستل شي.
د ننګرهار د زيتونو د تولید او پروسس فابريکه چې په ۱۳۶۲ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له لوري جوړه شوې د دغه ولايت د کانال د زيتونو له باغونو يې د تېلو او اچارو توليد کاوه، چې له هېواده سربېره يې ګڼ شمېر بهرنيو هېوادونو کې هم بازار موندلی و.
دغې فابريکې د پيل پرمهال ۱۰۵۰ مامورين او ګارګر درلودل؛ خو اوس دغه کچه يواځې ٦٠ تنو ته راټيټه شوې ده.
د ننګرهار د والي مرستيال مني چې اقتصادي ستونزو او نه پاملرنې له امله د دغې فابريکې کاري او توليدي ظرفيت ډېر کم شوی؛ خو وايي چې له مرستندويه ادارو سره يې د دغې فابريکې د بيارغولو هڅې پيل کړې دي.
د زيتونو په فابريکه کې د زيتونو د حاصلاتو د توليد چارې نن د تلې په ٨ مه، د ننګرهار د والي مرستیال او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري پيل شوې دي.
د کانال رييس انجنير سيداغا مياخېل وويل، چې سږکال د زيتونو د باغونو حاصلات ډير کم دي او يواځې ۶۰ ټنه زيتون يې ورکړي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل،له دغو زيتونو به ۵۲ ټنو څخه يې تېل او له پاتې اتو ټُنو به د زيتونو اچار توليد او پروسس شي.
دى زياتوي، تېر کال دغو فارمونو د ۶۰۰ ټنو په شاوخوا کې حاصل ور کړی و؛ خو سږکال يې حاصل ډېر کم دی، چې يو لامل يې په ونو باندې د تېر کال د ډېرو حاصلاتو اغېز او بل يې هم د پرسونل او امکاناتو د کمښت له امله باغونو ته کمه پاملرنه ده.
دی وايي، هم د باغونو د ساتنې پرسونل کم دی او ترڅنګ يې د زيتونو فابريکه د تېر په پرتله د کمو مامورينو او کارګرو لرونکې ده او هم د فابريکې ډېرو برخو تخنيکي ستونزې پيدا کړي چې بيا رغونې ته اړتيا لري.
بلخوا د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند وايي چې د فابريکې د بيا رغونې ستونزه له وزارت سره شريکه شوې؛ خو ورته پاملرنه نه ده شوې.
هغه مني چې د فابريکې کاري او توليد ظرفيت کم شوی او نه په کې د پخوا په څېر ډېر کارکوونکي موجود دي او نه هم هغه شان توليدات کوي.
خو دی وايي، د فابريکې د رغولو لپاره له يو شمېر مرستندويه ادارو سره په اړيکه کې شوي او ځينو يې په دغه برخه کې د همکارۍ ژمنې هم کړې دي.
د زيتونو د توليد د فابريکې له جوړېدو څخه له ۳۵ کلونو ډېر تېرېږي؛ خو تر اوسه افغان حکومت دغې فابريکې ته بيا هغه ډول پاملرنه نه ده کړې چې کلونه وړاندې يې د حاصلاتو د ډېروالي برخې ته شوې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










