فیض اباد (پژواک، ١١ تله ٩٧): په بدخشان کې د نړۍ ګرځېدو نمانځغونډې ځیني ګډونوال د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د بازار له نه شتون څخه شکایت کوي او وايي، دې ستونزې ته د نه پاملرنې له امله د دوی کاروبار درېدلی دی.
په بدخشان کې د اغا خان دفتر په مرسته له ۲۴۰ ډېرې مېرمنې د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو په کار بوختې دي چې دغه محصولات بازار نه لري او ډېری مېرمنې له دې برخې کړېږي.
په فیض اباد ښار کې د اغا خان دفتر د هر اړخیز اقتصاد مسوول صمیم جلیلي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په فیض اباد ښار کې د نړۍ ګرځېدو نمانځغونډه کې د اشکاشم، زیباک، واخان، شغنان، بهارک او فیض اباد ولسوالیو د مېرمنو لاسي صنایع او کرنیز محصولات په ۶۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شول تر څو د ښځو لپاره د بازارموندنې زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړه: ((په لاسي صنایعو کې کشمیره، چکمن، واسکټ، جورابې، بدخشانۍ قاقمه تاقن، نیمڅي او نور شامل دي چې ښځې یې جوړوي.))
د هغه په خبره، په کرنیزو محصولاتو کې مڼې، انار، انګور، بادرنګ، رومي، سبزیجات او دغه راز طبي بوټي لکه قره قات، مومیايي، اسپند، زرک، جمیلک تو نور بوټي چې د بدخشان له غرونو څخه را ټولېږي شامل دي او د اغا خان دفتر په دې برخه کې د سیمې له خلکو سره د یادو بوټو په راټولو او بازارموندنه کې مرسته کوي.
جلیلي وویل: ((د ښځینه لاسي صنایعو لپاره د بازارموندنې کار روان دی، د اغاخان دفتر تر اوسه دغه محصولات کابل او د افغانستان نورو ولایتونو او حتی له هېواد څخه بېرون هند چین او د سیمې نورو هېوادونو ته د دوی سره یو ځای لېږلي دي تر څو خپل محصولات د هېواد او نړۍ په کچه خلکو ته وروپېژني او پېرېدونکي ورته پیدا کړي.))
نوموړي زیاته کړه، همدا اوس د اغا خان دفتر په مالي ملاتړ په فیض اباد ښار کې ۴۰ مېرمنې او په ولسوالیو کې ۲۰۰ مېرمنې په کار بوختې دي.
په بدخشان ولایت کې د قيمتي او نیمه قیمتي ډبرو ټولنې رییس هدایت الله حکیمي وویل: ((موږ هغه ډبرې چې د ټولنې له خوا پلورل کېدې او ښځو د ښځینه لاکټونو، لاس بند، د افغانستان نقشې په ډول له لاجوردو څخه جوړې کړې دي، نندارې ته وړاندې کړې.))
د ده په خبره، د پلور د بازار نه شتون او خامو موادو لکه قيمتي او نیمه قيمتي ډبرو ته نه لاسرسي دوی ته ستونزې جوړې کړې او نه شي کولای چې ډېر تولیدات ولري.
د فیض اباد ښار د شپږمې ناحیې د صفا لبنیانو مسوولې امنې رحیمي وویل: ((هغه محصولات چې موږ دې نندارې ته وړاندې کړل مستې، کوچ، قیماق او تازه شیدې وې چې موږ یې په خپل کارځای کې پروسېس کوو او بازار ته یې وړاندې کوو.))
د هغه په خبره، د دوی په کارځای کې د ۱۶ نارینه او ښځينه و لپاره د کار زمینه برابره ده.
نوموړي زیاته کړه چې د بهرنیو حیواني محصولاتو واردات د داخلي حیواني تولیداتو لپاره جدي زیان دی؛ ځکه ډېرې هېوادوال مو د بهرنیو محصولاتو د شتون پر مهال داخلي تولیدات نه پلوري.
د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي نزاکت چې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي وویل: (( زموږ په لاسي صنایعو کې خیاطي او په لاس جوړ شوي توکي دي چې د اغاخان دفتر لخوا یې ملاتړ کېږي.))
د یادې مېرمنې په خبره، په هغه کارځایونو کې چې دوی کار کوي په دو شفټونو کې ۴۳ ښځې په ګراف کارۍ، یخن جوړولو او قرس دوزۍ بوختې دي.
هغې زیاته کړه چې په دې کارځای کې، واسکټ، دسترخوان، ښځینه شالونه، پشتۍ، ښځینه دستکولونه، ښځینه او نارینه غاړې، جورابې او نور محصولات شامل دي.
خو هغې وویل: ((زموږ د محصولاتو د پلور لپاره بازار نشته، موږ له دولت او موسسو څخه غواړو چې له موږ سره د بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي او یا زموږ په سیمه کې د دې محصولاتو د پلور بازار جوړ کړي تر څو موږ و کولای شو چې خپل محصولات وپلورو او لاسي صنایع مو تقویه کړو.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










