Language

کندهار پوهنتون کې د کیفیت لوړولو مسلکي او پرمختیايي مرکز پرانیستل شو

کندهار(پژواک، ١٣ تله ۹۷):په کندهار پوهنتون کې د محصلینو لپاره د علمي سيمینارونو او ورکشاپونو په موخه د کیفیت لوړولو مسلکي او پرمختیايي مرکز پرانیستل شو.

پرون په لومړي ځل د دغه پوهنتون د انجنیري پوهنځي د انرژي له څانګې ۲۳ محصلین فارغ شول.

په دغو دواړو پروګرامونو کې د کندهار د والي زلمي ویسا او د پوهنتون د چارواکو تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي ګډون کړی وو.

د کندهار والي زلمي ویسا په کندهار پوهنتون کې د کیفیت لوړولو د مسلکي او پرمختیايي مرکز د پرانيستې په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، په یاد شوي پوهنتون کې دغسې یوه مرکز ته ډېره اړتیا لیدل کېدله، څو محصلینو ته په کې علمي سیمينارونه او ورکشاپونه جوړ شي.

هغه زیاته کړه، د دغه مرکز له پرانیستو سره به د محصلینو وړتیاوې لوړې شي او بنسټیزه روزنه به تر لاسه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو مرستيال پوهنمل ديپلوم عبدالتواب بالاکرزي وويل، په کندهار پوهنتون کې یې د کيفيت د ارتقاء مديريت او د پوهنتون چارو د کنټرول او مسلکي پرمختيايي مرکز د محصلينو لپاره د سيمينارونو او ورکشاپونو په موخه پرانيستلی دی.

هغه زياته کړه، د کيفيت د ارتقاء د مديريت او مسلکي پرمختيايي مرکز لپاره د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ځانګړې ودانۍ هم جوړه شوې چې د اړتیا وړ ټول سامان الات په کې شته.

ده یادونه وکړه چې د دغې پروژې لګښت د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورکړل شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې، د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي له انرژي انجنیري څانګې په لومړي ځل ۲۳ تنه محصلین فارغ شول.

د دغه پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي رییس انجنیر مجتبی معنوي وویل، د هېواد په کچه دا لومړی ځل دی چې د کندهار پوهننتون د انجنیري پوهنځي له انرژي څانګې څخه ۲۳ محصلین فارغېږي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د انرژۍ اړوند ستونزو ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د کندهار پوهنتون په انجنیري پوهنځي کې د انرژۍ د څانګې بنسټ کېښود، څو د هېواد د انرژۍ له پراخو سرچینو څخه سمه ګټه واخیستل شي.

دی وايي، د انرژۍ څانګه په ۷ فرعي برخو(لمریزه انرژي، بادي انرژي، هایدرو پاور، بایوماس انرژي، برېښنا رسونه، په ودانیو کې د انرژۍ موثره کارونه او په فابریکو کې يې استعمال او کنټرول) کې محصلین روزي.

login or register a new account.