منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

درې کلونو کې څلور زره ښځې د پروموټ له لارې د کار زده کړې پروګرام ته داخلې شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ تله ٩٧): له درېیو کلونو راهیسې « په حکومت کې د پروموټ پروژې» پروګرام له لارې په پنځو ولایتونو کې شاوخوا څلور زره ښځې د کاري زده کړو پرواګرام ته داخلې شوې او له ۳۰۰ ډېرو ته یې د کار زمینه برابره شوې ده.

د ښځو د توانمندۍ په پروګرام (پروموت) کې چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د امریکا د پرمختیايي ادارې په مالي مرسته پیل او تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله به دوام ولري، د ښځینه رهبرۍ د پروګرامونو پراختیا، ترویج، د جندر برابري او پراختیا، ښځې په اقتصاد کې او ښځې په حکومت کې پروګرامونه په کې شامل دي.

په حکومت کې د ښځینه کاري زده کړو د برخې د همغږۍ د پروګرام مسوولې لیلې رحیمي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له دې پرواګرام څخه یې موخه له ښوونځيو یا پوهنتونونو څخه د فارغ التحصیل ښځو د پرمختګ لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو له لارې په حکومت کې د ښځو د شمېر زیاتېدل دي.

هغې زیاته کړه چې د دغه پروګرام له لارې یې په کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې له ۳۹۰۰ ډېرو نجونو او ښځو ته په دولتي او نادولتي ادارو کې د کاري زده کړو شپږ میاشتني پروګرامونه جوړ کړي دي.

نوموړې څرګنده کړه چې له دې ډلې ۳۱۳ کسان په بېلا بېلو دولتي ادارو کې جذب شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې د کاري زده کړې دوره پای ته رسېدلې او تمه ده چې دغه پروګرام  به تر ۲۰۲۰ کال پورې د کاري زده کړو په پروژه کې د ۷۰ سلنه ښځو لپاره کار پیدا شي.

د هغې په خبره، په حکومت کې د ښځو د پرګرام له لارې به په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د ځورونې د مخنیوي لپاره ۴۰ دقیقې فلم جوړ شي.

رحیمي وویل، ټاکل شوې ده چې دغه فلم به د تلې په ۲۲ مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نندارې ته وړاندې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې ته به وسپارل شي.

هغې زیاته کړه، له کمېسیون څخه به وغوښتل شي چې دغه فلم د یاد کمېسیون ټولو کارکوونکو ته ور وښيي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې