مزارشريف (پژواک، ۱۸ تله ۹۷): د بلخ د عدليې رييس له يوه وسله وال بريده روغ وتلی خو دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
دوو وسله والو موټرسايکل سپرو د تلې په ۱۸مه د مزارشريف ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د بلخ د عدليې پر رييس وسله وال بريد وکړ.
د بلخ د عدليې رييس سيد محمد جعفر مصباح پژواک خبري اژانس ته وويل، دی هغه مهال د وسله والو تر بريد لاندې راغی چې نن سهار اته بجې له خپل کوره د دفتر پر لور روان وو.
د مصباح په خبره، په ياد بريد کې خپله معمولي ټپي شوی خو د دوو ټپي شوو ساتونکو روغتيايي حالت يې نازک دی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان درانی هم پېښه تاييدوي او زياتوي چې وسله وال له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
د دراني په خبره، پوليسو هڅې پيل کړې څو د دغه بريد عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










