جلال اباد (پژواک، ۲۱ تله ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د جلال اباد ښاروالۍ او پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو ترمنځ درې اړخيز تړون لاسليک شو.
د دغه تړون له مخې به د جلال اباد ښار په پنځلس لېسو کې د ښاروالۍ نمايشي کمېټې جوړېږي او زده کوونکو ته به د ښاري فرهنګ په اړه لارښوونې کوي.
چارواکي وايي، له دې چارې موخه د ښوونځيو زده کوونکو ته د ښاري فرهنګ په اړه روزنه ورکول دي.
د تلې په ۲۱مه په جلال اباد ښاروالۍ کې د يادو درېيو ادارو ترمنځ لاسليک د دغو ادارو د مشرانو ترمنځ ترسره شو.
د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل وويل، له دې چارې موخه د ښاري فرهنګ وده او د ښاروالۍ په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړوالی دی.
هغه وايي، په لومړي سر کې ۱۵ ښوونځيو کې دا کمېټې جوړېږي چې په خپلو کې به هم ټاکنې کوي او يو مشر، مرستيال او نور غړي به لري او د ښوونځي د نورو زده کوونکو په عامه پوهاوي کې به همدې ونډه اخلي.
د ښاروال د معلوماتو له مخېؤ ښاروالي به دغو کمېټو ته د وسايلو برابرولو په برخه کې مرسته کوي، پوهنې رياست به يې د تنظيم په برخه کې همکار وي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست به يې د نشر او د رسنيو له لارې د خلکو د عامه پوهاوي برخه مخې ته وړي.
د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري وويل چې دغه چاره به نه يوازې زده کوونکو ته د ښاري فرهنګ په برخه کې عامه پوهاوی ورکړي، بلکې دوی به د حکومتولۍ په برخه کې هم عملي زده کړې وکړي.
هغه هيله څرګنده کړه چې زده کوونکي په ښوونځيو کې د کورنيو سفيران دي او کولی شي، چې دغه پيغام خپلو کورنيو ته هم په اسانۍ ورسوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم ډاډ ورکړ چې د دغو پروګراموتړ د نشر او دغه راز د عامه پوهاوي په برخه کې به له رسنيو مرسته وغواړي او هغوی به قانع کړي، چې دې برخې ته ځانګړی وخت ورکړي.
دغه راز د جلال اباد ښاروالۍ د مشورتي شورا مرستيال باز محمد ځوانمل وويل، ټوله ستونزه د عامه پوهاوي نه موجوديت له امله رامنځته شوې، چې خلک د ښار پاکوالی يوازې د ښاروالۍ دنده ګڼي او خپله هېڅ برخه په کې نه اخلي.
دی وايي، که زده کوونکو ته په دغه برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شي؛ نو راتلونکي کې به د ښار پاکوالي برخه کې هغوی هم ځانونه مسول وګڼي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










