ژبه

د سروبي لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون ١٩ وسله وال وژل شوي

ښرنه(پژواک،٢٥تله٩٧):د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د سروبي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون ١٩ طالبان وژل شوي دي.

د پکتيکا ولایت د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه دسروبي ولسوالۍ د مانګاروټۍ او عبدل درې په سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.

د سرچينې په حواله چې په دې بريدونو کې د سروبي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال علي په ګډون ١٩ طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې د بريدونو پرمهال د طالبانو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللي دي.

دغه راز د دې ولسوالۍ اوسېدونکي سيدالله هم پژواک ته وويل چې هوايي بريد شوى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې افغان ځواکونو د دې ولايت د اورګون ولسوالۍ په پيرکوټي سيمه کې هم عمليات پيل کړي دي.

login or register a new account.