کندهار (پژواک، ۲۷ تله ۹۷): د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق جنازه نن غرمه د کندهار ښار په خرقې مطهرې کې خاورو ته وسپارل شوه.
د دغو مراسمو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو چې سلګونو قومي مشرانو، امنیتي او ملکي چارواکو او سرتېرو په کې ګډون کړی و.
په ټولنیزو چارو کې د کندهار د والي مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري د جنازې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وویل، دا د کندهار او په افغانستان لپاره ډېره لویه حادثه ده چې امنیه قوماندان نور له موږ سره نشته.
هغه زیاته کړه، جنرال عبدالرازق یو زړور او پياوړی امنیه قومندان و چې د ولس په همکاري یې د کندهار امنیت خوندي ساتلی و.
ده د هغه وژل کېدل د کندهار او افغانسان لپاره لویه تشه وبلله او یادونه یې وکړه که موږ یووالی وساتو نو کولای شو له ده وروسته هم د هغه لاسته راوړنې وساتو.
د پېښې د نوعیت په اړه دستګیري وویل چې د والي د ساتونکو له منځه یوه تن ډزې کړي چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې په همدې ده ګومارل شوی و.
ده وویل، د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو درې تنه نیولي او پلټنې ورڅخه پیل شوي دي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د پېښې د څېړنې لپاره د ملي امنیت د عمومي رییس معصوم ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی راغلی او پلټنې یې پيل کړي دي.
ده زیاته کړه، قومي مشرانو له هغه وغوښتل چې د جنرال عبدالرازق پر ځای دې د هغه ورور تادین خان اڅکزی د امنیه قومندان په توګه وټاکل شي.
دغه راز قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې د دغې پېښې له امله دې ټاکنې هم وځنډول شوي چې د ولسمشر له حکم سره سم په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اوونۍ لپاره وځنډېدلې.
د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب هم خبرې وکړې او د جنرال رازق د شخصیت او ارونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
ده وویل، ولسمشر د یوه فرمان له مخې جنرال رازق ته د ستر پاسوال رتبه ورکړې ده.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حمیدزي لالي وویل، جنرال رازق په دې وروستیو کې د سولې لپاره هم هڅې کولې چې په دې لړ کې ډېر طالب مشرانو له جګړې لاس اخیستی و او عادي ژوند یې پیل کړی و.
ده وویل، پاکستان په ختیځو ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښې اغزن تاز وغځاوه خو په سوېلي ولایتونو کې یې دغه کار د جنرال رازق د مخینيوي له امله و نه کړای شو.
هغه زیاته کړه، د امنیه قومندان وژل د طالب له توان څخه پورته خبره ده، هغه د سیمې د استخباراتو له خوا وژل شوی دی.
د کندهار د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د ولسمشر له حکم سره سم د جنرال عبدالرازق ورور تادین خان د هغه ځایناستی ټاکل شوی دی.
خو وروسته د کورنيو چارو وزارت وياند دغه خبره رد کړه او ويې ويل چې پخپله اطرافي سرپرست دى.
د کندهار عام اوسېدونکي هم پرونۍ پېښې سخت دردولي او د دغې پېښې د جدي څېړنې غوښتنه کوي.
د عبدالمجید په نوم د کندهار ښار یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، امنیه قومندان د دې ولایت د اوسېدونکو لپاره د یوه نعمت په څېر و او توانېدلی و چې د خلکو لپاره نسبي امنیت برابر کړي.
ده زیاته کړه، له دغې پېښې وروسته له خلکو سره وېره ده چې خدای مه کړه د کندهار امنیت بیا خراب نه شي.
نوموړي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دغې پېښې څېړنه وکړي او د دې ولایت لپاره داسې رهبري وټاکي چې د امنیت ساتنې په ښه توګه سمبال کړای شي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د( تلې ٢٦مه) شاوخوا څلور بجې په کندهار ولايت مقام کې له يوې غونډې وروسته چې په کې د کندهار د امنيتي چارواکو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر هم ګډون درلود، په يوه وسله وال بريد کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او ددغه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمومن حسين خېل ووژل شول او د والي زلمي ويسا په ګډون يو شمېر کسان ټپيان شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










