مزارشريف (پژواک، ۲ لړم ۹۷): د بلخ ولايت يو شمېر معلولين او د سترګو له نعمته بې برخې کسان له حکومته د زده کړو، ښوونې او روزنې اسانتياوو برابرېدو غوښتنه کوي.
دغه معلولين چې د لړم په ۲مه په مزارشريف ښار کې د نابينايانو د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې راټول شوي وو، زده کړو ته نه لاسرسی يې خپله بنسټيزه ستونزه وبلله.
د سترګو له نعمته بې برخې کسان له حکومته هم ګيله لري چې له دوی سره کړې ژمنې يې نه دي عملي کړې.
خو د بلخ د شهيدانو، معلولينو، د کار او ټولنيزو چارو رياست بيا وايي چې له معلولينو سره د نورو مرستندويو ټولنو په همغږۍ د هغوی د ظرفيت جوړونې او د ښوونې او روزنې په برخه کې يې هڅې روانې کړې دي.
یوه نا بینا نعمت الله ميرزايي پژواک ته وويل چې اساسي ستونزه يې زده کړو ته د نابينايانو نه لاسرسی دی.
هغه زياتوي چې د حکومت په ګډون ډېرو خيريه بنسټونو ورسره د مرستې ژمنې کړې، خو د عملي کېدو په برخه کې يې پام وړ اقدام نه دی شوی.
نوموړی له حکومته هم ګيله لري چې له دوی سره يې په بېلابېلو برخو کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړې.
ميرزايي زياته کړه چې د دوی د شمېرو له مخې، دا مهال په بلخ کې تر ۵۰۰۰ زيات نابينايان موجود دي چې په وينا يې له دې برخې يواځې ۵۰۰ تنه زده کړو ته لاسرسی لري.
نوموړي د حکومت تر څنګ له مرستندويه ټولنو وغوښتل څو دوی ته چاپي اثار په برېل خط وليکي.
کريمه فيضي چې د شپږم ټولګي زده کوونکې او د سترګو له نعمته بې برخې ده، پژواک خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل چې د دوی بله ستونزه د درسي کتابونو نه شتون دی.
نوموړې له حکومته د زده کړو برابرولو تر څنګ دوی ته د کتابونو برابرولو غوښتنه کوي.
د هغې په خبره، د قانون له مخې معلولينو ته د زده کړو او کاري فرصتونو برابرول د حکومت دنده ده چې په وينا يې تر دې مهاله ډېری معلولين له دغه حق څخه بې برخې دي.
خو د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست د معلولينو څانګې مشر نجيب الله کوهستاني له پژواک سره خبرو کې وويل چې له معلولينو سره د نورو مرستندويه ټولنو په همغږۍ د هغوی د ظرفيت جوړونې، ښونې او روزنې په برخه کې هڅې روانې دي.
نوموړی وايي چې ياد رياست تر ډېره د شهيدانو او معلولينو د حقوقو د لاسته راوړلو په برخه کې کار کوي.
هغه ژمنه وکړه چې له نورو مرستندويه ټولنو سره په همغږۍ به معلولينو ته د زده کړو د زمينې برابرولو برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.
کوهستاني زياتوي چې په افغانستان کې زرګونه معلولين او نابينايان برېل خط باندې ليک لوست ته لاسرسی لري.
دی زياتوي چې معلولينو ته د ښه ژوند برابرولو کې ټولې مرسته کوونکې ادارې ورسره همکارې دي چې څنګه وکولای شې د معلولينو او نابينايانو يادې ستونزې حل کړي.
خو په شمال کې بيا د سويډن کمېټې مسوولې منيژې بابري پژواک ته وويل چې دغې ادارې سلګونه معلولين او نابينايان د زده کړو تر پوښښ لاندې نيولي دي.
نوموړې زياته کړه چې دوی معلولينو ته د اقتصادي او حرفوي زده کړو برخو کې د زمينې برابرولو تر څنګ هغوی ته د قرضې ورکولو په برخه کې هم مرسته کوي.
منېژې زياته کړه ((موږ دوی ته د زده کړو په برخو کې ځانګړي صنفونه جوړ کړي چې زموږ په مالي ملاتړ هره ورځ ورته د ځانګړو ښوونکو له خوا تدريس کېږي.))
هغه زياتوي چې په شمال کې د معلولينو ستونزو ته د رسېدو په موخه شپږ فرهنګي مرکزونه په فعاليت بوخت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









