جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۹۷): د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري پوره نيمه پېړۍ وروسته ننګرهار ولايت کې د تاريخي ابداتو د رسمې کېندنې لړۍ پيل شوه.
د لړم په ۳مه د دغه ولايت سرخرود ولسوالۍ کې د يوې تاريخي غونډۍ په کېندلو د دغې لړۍ پيل وشو او چارواکي وايي، نږدې راتلونکي کې به د ننګرهار نورو سيمو ته هم دغه لړۍ وغځول شي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند رسول باوري د لړم په ٣مه، د يادې کېندنې د افتتاح په مراسمو کې وويل، چې پنځه پنځوس کاله وړاندې يوازې د ننګرهار هډې سيمه کې يوه تاريخي سيمه وه او اوس يو ځل بيا دلته يوه تاريخي غونډۍ په نښه شوې او علمي سپړنې په کې پيل شوې.
هغه زياته کړه، که څه هم د هډې له سيمې تاريخي اثار لوټ شوي؛ خو سيمه يې خوندي شوې او يو شمېر نښې نښانې يې اوس هم لېدل کېږي.
باوري نه ردوي، چې د سرخرود ولسوالۍ اړوند د سبز اباد غونډۍ څخه دې هم ځيني تاريخي اثار نادرک شوي وي؛ خو زياتوي چې په کې د ممکنه پاتې اثارو د ساتنې لپاره اوسنی ګام ډېر مهم دی.
نا امني هغه څه دي چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست يې په هېواد کې د تاريخي ابداتو د خونديتابه پر وړاندې خنډ ګڼي؛ خو وايي وزارت اوس پلان جوړ کړی، چې هرو ممکنه سيمو کې دغه لړۍ پيل کړي.
بلخوا د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رييس اورنګ صميم وويل، چې ننګرهار د يو شمېر نورو مهمو تاريخي ځايونو، باغونو او تاريخي اثارو درلودونکی دی، چې تر ټولو مهم هغه يې جلال اباد ښار کې د سراج العمارت بڼ او ودانۍ ده، چې اوس يې د بيا رغونې کار يو څه ګړندی شوی دی.
دی وايي، د سبزاباد له غونډۍ لاسته راتلونکي تاريخي ابدات دې د سراج العمارت په ودانۍ کې د جوړېدونکي موزيم يوه برخه شي او له هېوادوالو سربېره به د بهرنيو سيلانيانو د نندارې وړ هم وګرځي.
د يادولو ده، چې ننګرهار کې د مملې تاريخي باغ، د هډې تاريخي سيمه، د سرخرود ولسوالۍ سمڅې او استوپې او يو شمېر نور مهم ځايونه د تاريخي ابداتو په توګه ثبت شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










