کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٧): نن د پروموټ پروګرام په مراسمو کې هغو لسو ښځو او نارینه وو ته د اتلولۍ لقبونه ورکړل شول چې د ښځو د ژوند د ښه کېدو په برخه کې یې نوښتونه درلودل.
د عامې روغتیا د جنډر ریاست سرپرستې فرزانې اکبري، د افغانستان د تعليمي موسسې رییس سیف الله حکیمي، د هرات ولایت د جنډر کارپوهې وحیدې عزیزي، د کرنې د بیارغونې او پراختیا موسسې رییس نذیر احمد غفوري، د ښځو د حقونو فعالې او خبریالې مبینې خیراندېش، په بلخ ولایت کې د ښځو چارو ریاست کارکوونکي محمد نصیر امیر، په کندهار ولایت کې د ښځو د حقونو مدافع زینب فایض، په کندهار ولایت کې د افغان ټولنیزې موسسې بنسټګر حکمت الله حکمت، په ننګرهار ولایت کې څارنوال عبدالوحید حکیم او په دغه ولایت کې د ښځو د حقونو فعالې ملاله میوندي د پروموټ پروژې د ۲۰۱۸ کال د قهرمانانو لقبونه تر لاسه کړل.
د پروموټ پروژې د معلوماتو له مخې، فرزانې اکبري په تېرو ۲۰ کلونو کې په مرکز او ۲۲ ولایتونو کې د کورنۍ د ملاتړ ۲۵ مرکزونه جوړ کړي او داسې آنلاین ډېټابس یې جوړ کړی چې په هغه کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۳زره پېښې ثبت کړې دي.
د دغو معلوماتو له مخې، سیف الله حکیمي ۲۰۰ ښځې د ملګرو ملتونو سیاسي پروګرامونو او کنفرانسونو ته ور پېژندلې دي او ملالې میوندي د ښځو د حقونو لپاره د عدالت غوښتنه کړې ده.
سرچینې لیکلي، وحیدې عزیزي په هرات ولایت کې د سلګونه ښځو لپاره د ظرفیت جوړونې له ۱۰۰ ډېر پروګرامونه جوړ کړي دي، نذیر احمد غفوري د ښځو د توانمندۍ لپاره ۹۰ بېلا بېلې پروژې لري، محمد نصیر امیر په بلخ کې د ښځو بازار جوړ کړی او د ۱۶۰۰ مېرمنو لپاره یې د عدالت غوښتنه کړې ده او عبدالوحید حکیم له تېرو ۲۴ کالو راهیسې د کورنیو اختلافونو د حل په برخه کې فعاله ونډه درلوده.
سرچینې زياته کړې، چې مبینې خیراندېش له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د خبریالۍ له لارې د ښځو لپاره د عدالت غوښتنه کړې، زینب فایض په کندهار ولایت کې د ښځو د حقونو د پوهاوي ورکولو تر څنګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰ قضيې تعقیب کړې او حکمت الله افغان د ۲۰۰ ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړې او د ۳۵۰ مېرمنو لپاره یې د زده کړې پروګرامونه جوړ کړي دي.
په نننیو مراسمو کې چې په کابل کې جوړ شوي و، یادو کسانو ته پر ستاينليک سربېره یو لپ ټاپ کمپیوټر او ځینې نورې جایزې ورکړې.
د امریکا د متحده ایالاتو په واشنګتن ډي سي کې د افغانستان پروګرام رییس ريچارد بريټنمسټين په یادو مراسمو کې وویل چې یادو لسو کسانو ته ځکه د اتلولۍ لقب ورکول کېږي چې هر یوه یې د ښځو د ژوند د ښه کېدو لپاره نوښتونه لري.
د ده په خبره، د یادو کسانو له ستایلو څخه موخه دا ده چې داسې نور توانمند کسان وهڅول شي چې چې په خپل هېواد کې د ښځو د ژوند د ښه کېدو لپاره کار وکړي.
هغه وویل، د یادو کسانو په ټاکنه کې د ښځو چارو وزارت، کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت، د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون د افغانستان د سولې او برابرۍ موسسې رول درلود.
نوموړي هیله مندي ښکاره کړه چې د داسې کسانو ستایل به په راتلونکي کې د ښځو چارو وزارت له خوا ترسره شي.
د ښځو چارو وزارت د مسلکي چارو مرستیالې سپوږمۍ وردګ د پروموټ له پروژې د مننې کولو تر څنګ ژمنه وکړه چې دغه پروګرام به راتلونکی کال د ښځو چارو وزارت له خوا تعقیب شي.
هغې زیاته کړه: ((د اسلام په مبارک دین او افغاني کلتور کې ښځې او د دوی حقونه ځانګړی ځای لري، خو نه پوهېږم چې ولې کورنۍ له ښځو سره تاوتریخوالی کوي او ولې باید بهرنیان موږ ته د ښځو د حقونو په اړه څه ووايي.))
هغه د ټولو حکومتي ادارو له چارواکو، کارکوونکو او عامو خلکو وغوښتل چې په ټولنه او کورنۍ کې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
فرزانې اکبري چې د ښځو د ملاتړ ۲۵ مرکزونو یې جوړ کړي دي، وویل، هیله یې تل ښځو ته خدمت کول و او نن خوشحاله ده چې د اتلولۍ لقب یې ګټلی دی.
د هغې په وينا، په راتلونکي کې هم په دې برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
حکمت الله حکمت چې د ۲۰۰ کورنیو لپاره یې کاري زمینه برابره کړې او د اتل لقب یې ګټلى، د هغه کسانو له ستایلو څخه چې د ښځو د ژوند د ښېګڼې لپاره یې کار کړی دی، خوښي وښوده او ويي ویل، هڅه کوي چې د زیاتو ښځو په ځانګړې توګه د کونډو مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










