منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۸ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سرچينه : بل هېواد ته د اسلامي پوهنتون دلېږدولو موضوع حقيقت نه لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک،٨ لړم ٩٧): يوه باوري سرچينه وايي چې بل هېواد ته په افغانستان کې د جوړېدونکي نړيوال اسلامي پوهنتون د ملي او علمي پروژې د انتقال خبره حقيقت نه لري، خو  په پلي کېدو کې يې ډېر ځنډ د افغانستان په ګټه نه ده  .     

يادې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي د لړم په ٨مه پژواک اژانس ته وويل چې په افغانستان کې ددغې پروژې د عملي کېدو لپاره د اسلامي هېوادونو علاقمندي زياته ده او غواړي چې دغه پروژه په افغانستان کې پلې شي.

د سرچينې په خبره، نو په همدې اساس بايد د افغانستان علاقمندي هم زياته شي او نور په  دغه پروژه کې چې نږدې اووه کاله ځنډ راغلى نور ځنډ رانه شي او د پلي کېدو لپاره يې اړين ګام پورته شي.

ده وړانديز وکړ، که ددغې پروژې د پلي کېدو مشري ان په خپله ولسمشر په غاړه واخلي نو دا به يو ډېر مثبت ګام وي او په نورو هېوادونو کې دغه کار شوى .

سرچينې وويل چې دا پروژه ملي ده او بايد سياسي نه شي او نه وړې غوښتنې او لانجې ددې پروژې چارې نور له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، دا د حکومت صلاحيت دى چې پروژه د هېواد په کوم ځاى کې عملي کوي، سيمه مهمه نه ده ، مهمه دا ده چې دا پروژه په هېواد کې پلې شي.

   هغه زياته کړه چې له افغانستان څخه کوم بل هېواد ته ددې پروژې د لېږد هېڅ ډول خبره نشته ، خو په دې پروژه کې ډېر ځنډ بيا دا پروژه له خطر سره مخ کولى شي، چې دې ټکي ته د افغانستان حکومت رهبري متوجه ده .

د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پوهنتون کې به يواځې د افغانستان محصلين نه، بلکې د ٥٩ اسلامي هېوادونو محصلين زده کړې کوي او د افغانستان لپاره يې،اقتصادي، ټولنيزه، فرهنګي او علمي ګټې ډېرې زياتې دي .    

سرچينې پر خلکو غږ وکړ چې په افغانستان کې ددې پروژې له ژر پيل او پلي کېدو سره د حکومت د پلانونو ملاتړ وکړي، ترڅو د دغې سترې ملي پروژې عملي کېدو چارې ګړندۍ شي .

بلخوا د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين د لړم په ٦مه پژواک ته ويلي و چې د دغه شان پوهنتونونو جوړول د حقوقي او تقنيني اسنادو ترڅنګ، مسلکي مطالعاتو، د امنيتي ګواښونو په پام کې نيولو او بنسټيزو څېړنو ته اړتيا لري چې د لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې خپل مسووليت ترسره کړى دى.

امين وايي، د دې پروژې د تقنيني اسنادو د څېړلو چارې پاى ته رسېدلي او ټيمونه ګومارل شوي، ترڅو بنسټيزې چارې يې پرمخ يوسي.

افغان حکومت د دغه پوهنتون د جوړېدو لپاره د کابل ولايت د چهار اسياب ولسوالۍ کې ځاى مشخص کړ، خو وروسته يو کس پيدا شو او پر دې ځمکې يې دعوه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره د وخت د ولسمشر حامد کرزي له لوري د لوړو زده کړو او کرنې وزيرانو په مشرۍ يو پلاوى هم وټاکل شو، خو ستونزه يې هواره نه کړاى شوه.

وروسته په ٢٠١٣ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان کابينې پرېکړه وکړه چې دغه نړيوال پوهنتون دې په ننګرهار ولايت کې جوړ شي چې بيا په دغه ولايت کې ورته ځاى مشخص شو او د بنسټ ډبره يې هم د سيمه ييزو چارواکو له خوا هملته کېښودل شوه.

خو د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د روان کال د لړم د مياشتې په دويمه د کابينې غونډه کې پرېکړه وشوه چې دغه پوهنتون دې کابل کې جوړ شي.

د کابينې په دې غونډه کې د ښاري پراختيا وزارت تر مشرۍ لاندې يو پلاوى وګومارل شو چې د اراضۍ ادارې په وړانديز د دغه پوهنتون د جوړېدو لپاره په چهار اسياب ولسوالۍ او يا هم د ټکنالوجي په پارک کې ځمکه ځانګړې کړي او خپل راپور بيا د کابينې بلې غونډې ته وړاندې کړي.

  دغه پوهنتون د جوړېدو لپاره د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان ٣٥٠ ميليونه ډالر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم اسلامي نړيوال پوهنتونونه د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد، د ماليزيا په پلازمېنې کولامپور، د بنګله دېش په پلازمېنې ډاکا او د مراکش په پلازمېنې ماراکو کې جوړ شوي دي.

ددې پوهنتون د بنسټ ډبره څو کاله مخکې د ننګرهار ولايت په حصارشاهي ډاګ کې ايښودل شوې وه، خو تر اوسه يې په کارونو کې ډېر پرمختګ نه دى شوى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه