ژبه

ولسمشر غني د افغانستان او چين تر منځ هوايي دهلېز پرانیست

کابل(پژواک، ١٥ لړم ٩٧): د افغانستان او چین ترمنځ د هوايي دهلېز له پرانیستې وروسته په لومړي پرواز کې ۲۰ ټنه جلغوزي له افغانستان څخه چین ته ولېږدول شول.

 ولسمشر غني نن سهار د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان او چین تر منځ د هوايي دهلېز د پرانیستې پر مهال وویل، له دې وروسته به د افغانستان پټو خزانو لکه جلغوزي، پستې او زیرې ته جدي پاملرنه وشي.

 نوموړي زیاته کړه، هر کال به چین ته د لومړۍ محمولې د لېږلو ورځ «د لړم ۱۵مه» د جلغوزيو د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي.

 د ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د جلغوزيو حاصلات هر کال ۲۳ مټریک ټنو ته رسېږي او له دې وروسته به د افغانستان له نوم او نښې سره نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.

 د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۱۳۹۶ کال د وري په میاشت کې له هندوستان، د همدغه کال په کب میاشت کې له قزاقستان، د سږ کال په غبرګولي میاشت کې له ترکیې او په چنګاښ میاشت کې له سعودي عربستان سره هوايي دهلېزونه پرانیستل شول او د افغانستان تولیدات په عملي ډول د هوا له لارې یادو هېوادونو ته ولېږل شول.

 دوی وايي چې تر اوسه له یادو هوایي دهلېزونو څخه ۱۰۰ پروازونه شوي چې د ۵۱ ميليون امریکايي ډالرو په ارزښت په کې له ۲۶۰۰ ټنو ډېر سوداګریز توکي دغو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.