منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۷ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار د چپرهار ۷۶ ښوونځي د نا امنيو له امله تړل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۱ لړم ۹۷): د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی وايي، د دې ولسوالۍ ټول ښوونځي له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د امنيتي ګواښونو له امله تړل شوي دي.

بلخوا چارواکي وایي، د يادې موضوع په تړاو يې د سيمې له خلکو سره سلا مشورې پيل کړې او ډېر ژر به د ښوونځيو د بېرته خلاصولو په تړاو يوې پایلې ته ورسېږي.

د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې ۷۶ ښوونځي دي چې د نږدې۸۰۰۰  نجونو په ګډون په کې ۳۵۰۰۰ کسان په زده کړو بوخت وو، خو دغلته د امنيتي ګواښونو له امله اوس ياد ټول کسان له زده کړو محروم شوي دي.

د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکي سيد انور پژواک اژانس ته وويل چې دغلته له تېرې نږدې يوې مياشتې راهيسې ښوونځيو ته زده کوونکي ځکه نه ځي چې په خبره يې اوازې دي چې وسله والو په ښوونځيو بريدونه کوي.

د دې ولسوالۍ يو قومي مشر ملک محکم خان دولتزي پژواک اژانس ته وويل، هېڅ داسې کومه ښکاره ستونزه، ګواښ او يا هم پېښه نشته خو يوازې اوازو او د پوهنې مديريت د مسوولينو کم جرئت دغلته د ښوونځيو د تړل کېدو سبب شوی دی.

هغه وويل، مياشت وشوه چې د چپرهار ټول ښوونځي يوازې د دې له امله تړل شوي چې د پوهنې مدير ته د نا معلوم لوري ټليفوني ګواښ شوی دی.

د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي هم مني چې چپرهار ولسوالۍ کې د امنيتي ګواښونو له امله ښوونځي تړل شوي دي.

د دې ادارې مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري پژواک ته وويل، د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې له مديريت رياست ته مکتوب راغلی او په کې ليکل شوي چې هلته د نا امنۍ له امله ټول ۷۶ بابه ښوونځي تړل شوي دي.

د شينواري په خبره، ياده موضوع يې له ولايت مقام، امنيې قوماندانۍ، ملي امنيت او دغه راز د پوهنې له وزارت سره شريکه کړې او د هغوی د وروستي اقدام په تمه دي.

د پوهنې رياست د مطبوعاتو د مسئول په وينا، په چپرهار کې ۳۵ زره زده کوونکي زده کړې کوي، چې درېمه برخه يې انجونې دي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي حيات الله حيات  هم مني چې دغه ولسوالۍ کې د امنيتي ګواښونو له امله ښوونځي تړل شوي خو وايي، د خلاصون لپاره يې د سيمې له قومي مشرانو سره سلا مشورې روانې دي.

هغه د ښوونځيو د بيا پرانيستل کېدو لپاره د امنيت د تامين خبره وکړه او ډاډ يې ورکړ چې روان ژمی به دغه ولسوالۍ کې د امنيت د تامين لپاره پراخ عمليات ترسره شي چې ورسره به د ښوونځيو خلاصون ته هم زمينه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د تېر تعليمي کال د ټول ولايت د ښوونځيو وروستۍ ازموينه ځکه وانه خیستل شوه چې د داعش وسله والو له لورې ښوونځيو ته ګواښ شوی و او ښوونځي رخصت شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه