کندهار (پژواک، ۲۴ لړم ۹۷): د کندهار د ښځو چارو رییسه وايي، په دې ولایت کې تر بل هر وخت د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستو په موخه د هغوی هڅې چټکې شوي او په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري.
رقیې اڅکزۍ دغه څرګندونې د لړم په ٢٤مه، په ولایت مقام کې جوړې شوې خبري غونډې ته وکړې.
هغې وویل، د ښځو چارو ریاست او مرستندویه ادارې په ګډه کار کوي څو د ښځو ژوند له اقتصادي، ټولنیز او حقوقي پلوه ښه شي.
دې د یو شمېر پروژو یاو پروګرامونو یادونه وکړه چې تر سره شوي او یا تر کار لاندې دي.
رقيې وویل چې په دغه ریاست کې یې د ښځو لپاره ګڼ ورکشاپونه جوړ کړي چې ۵۰ تنو ته یې په حقوقي، ۲۳۳۸ تنو ته یې په ټولنیزو او ۱۱۶۰ تنو ته یې په اقتصادي برخو کې زده کړې ورکړل شوي چې د هغوی پر ژوند یې مثبت اغېز کړی دی.
د ښځو چارو رییسې خبر ورکړ چې د دغه ریاست په چوکاټ کې د مېرمنو لپاره د کتابتون، جمنازیوم او سپموزیم جوړولو د پروژو چارې تر کار لاندې دي چې ژر به پیل شي.
د دې په خبره، له دې سره ګڼو ښځو ته د زده کړې او مطالعې تر څنګ د سپورټ اسانتیاوې برابرې شي.
مېرمن اڅکزۍ د ښځو لپاره د پروموټ پروژې په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د دغه پروګرام له لارې له ۱۲ ټولګیو فارغو ۵۵۰ ښځو ته د مدیریت او رهبرۍ په برخو کې زده کړې ورکول شوي او فارغې شوې دي.
دې یادونه وکړه چې په کندهار کې دا مهال د مېرمنو لپاره ۸ موسسې کار کوي چې ۴۸۴ تنې ښځې په کې په کار بوختې دي.
دغه راز دې وویل چې په دولتي ادارو کې هم ۵۵ تنې ښځې په کار بوختې دي چې دا شمېره ډېره کمه ده، خو په دې برخه کې کار کوي چې څنګه وکولای شي په دولتي ادراو کې د ښځو کارکوونکو شمېره لوړه شي.
د دې په وینا، په نظامي برخه کې بیا ۱۰۳ تنې ښځې کار کوي چې ۶ یې افسرانې، ۳۵ یې ساتنمنې او ۶۲ یې سرتېرې دي.
د پوهنې په برخه کې د ښځو د ونډې په اړه اڅکزۍ وویل چې په کندهار کې ټولټال ۱۹ ښوونځي او ۲ مدرسې یوازې د نجونو لپاره دي، د زده کړې په دغو مرکزونو کې ۱۵ ښځینه مدیرانې او ۷۵۰ تنې ښوونکې د ۶۵ زره ۷۳۸ نجونو په روزلو بوختې دي.
login or register a new account.