کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٧): د فوايد عامې وزارت او شپږو شرکتونو ترمنځ د شپږ ميليارده افغانیو په ارزښت د ١٥٣ کيلومتره سړکونو جوړولو تړون لاسليک شو.
د اړوندې موضوع په اړه د فوايد عامې وزارت مرستيال عبدالرحمن صالحي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د دغه تړون له مخې په کابل، کندوز، لوګر، ميدان وردګو، تخار، کندهار او غور ولايتونو کې ١٥٣ کيلومتره سړکونه په اساسي ډول جوړېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ١٥٣ کيلومتره سړکونو کې د کابل- لوګر، د کابل- ميدان وردګ، د محمد اغې- پل علم، د ارغستان- کندهار، د امام صاحب ولسوالۍ او تالقانو د ښار منځ سړکونه شامل دي.
ده وويل چې د دغو پروژو ټوليز لګښت څه باندې شپږ ميليارده افغانۍ کېږي چې د دولت له پراختيايي بودجي ورکول کېږي.
نوموړى زياتوي چې د سړک جوړونې د دغو پروژو چارې به په شاوخوا دوه نيمو کلونو کې پاى ته ورسېږي.
د هغه په وينا، د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د اقتصادي پراختيا تر څنګ خلک نورو لومړنيو خدمتونو ته هم په اسانه لاسرسى پيدا کړي.
د يادونې ده، د يادو پروژو تړونونه نن سهار په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د فوايد عامې وزارت د مسوولينو او شپږو خصوصي شرکتونو د استازو ترمنځ لاسليک شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










