منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سبا په ټول هېواد کې د کابل وروستۍ پېښې په تړاو د قران کریم ختمونه کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٧): سبا د هېواد په ټولو جوماتونو کې د ميلاد النبي د لمانځغونډې پر مراسمو د بريد له امله د پېښې قربانيانو ته د دعا لپاره د قران کريم ختمونه کېږي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

خبرپاڼه کاږي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه نن په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينې ویلي، په دې غونډه کې امنیتي مسوولینو  د میلاد النبي د لمانځنې پر مراسمو د ترهګریزو برید د ټپیانو او د وژل شوو کسانو کورنیو ته د رسېدنې او د قربانيانو د هویت د تثبیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

سرچينه زياتوي، غونډې لارښوونه وکړه چې د حج او اوقافو وزارت دې  سبا د جمعې په ورځ د روان کال د لېندۍ په ۲مه د هېواد په ټولو جوماتونو کې د یادې پېښې د قربانيانو روحونو ته  د دعا په خاطر د قران عظیم الشان ختمونه وکړي.

دوه ورځې مخکې د کابل ښار په اورانوس هوټل کې د ميلاد النبي په مراسمو کې د چاودنې له مله ٥٥ کسان ووژل شول او تر ٩٠ زيات ټپيان شول.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په دې غونډه کې امنیتي او دفاعي مسوولینو د غزني ولایت په ځانګړي ډول د جاغوري او مالستان ولسوالیو او همداراز د فراه، میدان ـ وردک او فاریاب ولایتونو د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

غونډې له هر اړخیزو بحثونو وروسته په یادو ولایتونو کې د ځواکونو د اکمالاتو او د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور