منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۷ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زده کړو ته د خلکو هڅولو لپاره د لښکرګاه ښار په دېوالونو انځورونه ایستل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٣ ليندۍ ۹۷): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د پوهنې رياست او يونيسف موسسې په ګډې همکارۍ، زده کړو ته د خلکو هڅولو په موخه پر دېوالونو د انځورونو کښل پيل شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د پوهنې رييس داوود شاه صفاري د ليندۍ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دېوالونو د دغو انځورونو د کښلو اساسي موخه دا ده څو کورنۍ وهڅېږي او خپل ماشومان زده کړو ته ولېږي.

د نوموړي په وينا، دغه هنري انځورونه د ښوونځيو او لويو لارو پر دېوالونو کښل کېږي څو ټول يې وګوري او د زده کړو لپاره وهڅېږي.

ده زياته کړه: ((انځورونه په دې ډول جوړېږي چې ماشومان په خوشحالۍ ښوونځي ته روان دي، قلم او کتابچې يې په لاس کې دي او دا انځورونه بيا له هغو کسانو سره پرتله کېږي چې زده کړو ته نه ځي او بې سواده پاتې دي.))

د صفاري د معلوماتو له مخې، د دغو انځورونو،  انځوګرو ته اړوند وسايل او مالي امکانات د يونيسف موسسې له خوا برابرېږي.

په دې اړه د لښکرګاه ښار د "سه درې" ښوونځي يوې زده کوونکې روما پژواک ته وويل چې دوى خپله د خپل ښوونځي پر دېوالونو انځورګري کوي.

هغې زیاته کړه: ((موږ پر رسامۍ پوهېږو، د هنر له کتاب څخه يې کاپي کوو او تشویقي او ښکلي انځورو ترې پر دېوالونو د یو او بل په همکارۍ او مشورو رسموو، څو نور زده کړو ته تشويق شي.))

همدارنګه د ياد ښوونځي مديرې فوزيې علومي پژواک ته وويل چې د خپلو زده کوونکو په مرسته، زده کړو ته د هڅولو په موخه پر دېوالونو انځورونه باسي.

دې وويل: ((دا ډېر ګټور کار دى، موږ غواړو چې دا فرهنګ رواج کړو او بايد دوامداره هم وي.))

دغه راز د هلمند يوه اوسېدونکي يار محمد پژواک ته وويل: (( زه له مارجې ولسوالۍ نه راغلى يم، دغو انځورونو ته ګورم، سخت خوند راکوي.))

ده زياته کړه چې د دوى ماشومان د مارجې ولسوالۍ په يوه خېمه کې زده کړې کوي، بايد ښوونځي ورته جوړ شي څو دغه ډول انځورونه هم پرې وکښل شي.

همدارنګه يوه انځورګر حميدالله توخي پژواک ته وويل، داسې انځورګري کوي څو د زده کړو په برخه کې خلکو ته روښانه پيغام ولري.

د نوموړي په وينا، د انځورګرۍ دغه پروګرام به يوه مياشت په ښار کې دوام وکړي او وروسته به ولسواليو ته هم وغځول شي.

د يادونې ده، په هلمند کې داسې مهال زده کړو ته خلک هڅول کېږي چې په دغه ولايت کې اوس هم په شرايطو برابر شاوخوا شپږ سوه زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه