منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل ښار کې نن هم د علي پور په ننګه یو شمېر کسان واټونو ته راوتلي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۹ کتنې

 

کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٧): د کابل لوېديځ کې سلګونه لاریون کوونکي نن دویمه ورځ د حکومتي ځواکونو له خوا د میدان وردګو ولایت د یوه نامسووله وسله وال قوماندان علي پور د نیول کېدو په غبرګون کې لاریونونه کړي او د نوموړي د خوشي کېدو غوښته کوي.

قوماندان علي پور تېره ورځ له غرمې مخکې داسې مهال د کابل ښار په ۱۸مه حوزه کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو چې شاوخوا ۴۵ ورځې مخکې یې هم افغان دولت په غور ولایت کې د نوموړي د نیول کېدو هڅه کړې وه خو پر نیولو یې بریالی نه شو، په هغو عملیاتو کې اووه ملکي وګړي او څلور پولیس وژل شوي وو.

د راپورونو له مخې، علي پور د یوې غیر مسوولې ډلې مشري کوي، نوموړي درې کاله مخکې د دولت د مخالفو وسله والو له خوا په میدان وردګو ولایت کې د یو شمېر ملکي هزاره وګړو تر وژلو وروسته د دغه ولایت له هزاره قوم څخه د «ولسي مقاومت» ډله جوړه کړه.

هغه دغه راز د غزني ولایت د مالستان او جاغوري ولسوالیو په جګړو کې د طالبانو پر ضد ګډون درلود، خو دولتي چارواکو نوموړی په روان کال کې پر انحصار او د مسافرو پر ځورونه تورن کړی دی.

د کابل ښار د دشت برچي سیمې يو شمېر اوسېدونکو نن سهار د دغه ښار د لوېدیځ په ۱۸مه او ۱۳مه حوزه کې د عبدالعلي مزاري له جومات او پل سوخته ته نږدې را ټول او له ارګه یې د قوماندان علي پور د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

د پژواک خبري اژانس خبریال د لاریون کوونکو د راټولېدو له سیمې راپور ورکوي چې لاریون کوونکي اوس د «شهید عبدالعلي مزاري» په میدان کې راټول شوي او پولیس یې د هوايي ‌ډزو په وسیله ښار ته د حرکت مخه نیسي.

خو د درېیمې امنیتي حوزې یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، لاریون کوونکي همدا اوس د پل سرخ څلورلارې ته رسېدلي او د ښار پر لوري په حرکت کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ لاریون کوونکو د کابل په لوېديځ کې د پل سوخته عمومي سړک پر څنډه د ترافیکو غرفې وسوځولې او د ترافیکو جریان د تېرې شپې تر ناوخته ګډوډ و.

په همدې حال، د افغانستان اسلامي وحدت ګوند د علي پور نیول حرکت پاروونکی او غیر مسوولانه عمل بللی او غندلی يې دی. دغه حزب هم د نوموړي د ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کړې ده.

بلخوا، د اسلامي وحدت ګوند مشر او د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي په یوه خبرپاڼه کې د علي پور نیول یو نه سنجول شوی او ناسم حرت بللی دی.

میثم د کابل د لوېديځ یوه لاریونوال پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ د علي پور خوشي کېدل غواړو، نوموړی هغه کس و چې د طالبانو پر ضد یې جګړه کوله.))

نوموړي زیاته کړه، څو چې علي پور نه وي ازاد شوی، دوی لاریونونو ته دوام ورکوي.

هغه روښانه کړه، پولیسو په نننیو اعتراضي حرکتونو کې درې لاریون کوونکي ټپیان کړي دي.

بلخوا د کابل امنیې قوماندانۍ ویلي، تېره ورځ د قوماندان علي پور په ملاتړ لاریون کوونکو ۲۱ پولیس ټپیان کړي، دوې امنیتي پوستې او د یو رینجر موټر یې سوځولي دي.

د کابل د ۱۰۱ اسمایي زون د پولیسو د قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر پژواک خبري اژانس ته ویلي، لاریون کوونکو د دغه حرکتونو په نتیجه کې ۳ پولیس په ډزو او ۱۸ نور په ډبرو او لرګیو ټپیان کړي دي.

دغه راز نوموړي وویل، لاریون کوونکو د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې دوې امنیتي پوستې او د پولیسو یو رینجر موټر په بشپړ ډول سوځولي او لسو رینجرو ته یې زیان اړولی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه