ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پيل شوه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پيل شوه

author avatar
4 Dec 2018 - 17:47
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پيل شوه
author avatar
4 Dec 2018 - 17:47

بروکسل (پژواک، ١٣ لیندۍ٩٧): د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ ناسته نن په رسمي ډول د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پیل شوه او سبا «چهارشنبه» به د افغانستان د سولې او امنیت په تړاو په کې خبرې وشي.

په دې ناسته کې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو سربېره د قطر او عربي متحده اماراتو په ګډون د دغه سازمان د ۱۴ متحدو هېوادونو استازي هم ګډون کوي.

په بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو په اساس، د یادې ناسې په دویمه ورځ د افغانستان په تړاو ځانګړې غونډه ترسره کېږي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د ناټو قوماندان جنرال مېلر، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی زمیرمان او د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانګ ځينې نور استازي به په کې ګډون وکړي.

مخکې له دې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، افغانستان هم د دې غونډې د بحث کلیدي موضوع ده او د ناټو د بهرنیو چارو وزیران او هغه شریکان یې چې په افغانستان کې ځواکونه لري د غونډې په دویمه ورځ د دغه هېواد د سولې او امنیت په اړه بحث کوي.

د افغانستان وروستى وضعیت او په دغه هېواد کې به د ناټو روزنیز ماموریت سبا په داسې حال کې واروزل شي چې د ناټو سرمنشي تېره ورځ په یوه خیري کنفرانس کې د دغه هېواد وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

 هغه وویل: ((په افغانستان کې ګواښونه زیات دي. په وروستیو میاشتو کې زموږ محدینو ته مرګ ژوبله اوښتې. د دغه هېواد سرتېرو او ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې. موږ باید ډاډ تر لاسه کړو چې دغه هېواد به نور هېڅکله د نړیوالو ترورېستانو په امن پټنځایونو بدل نه شي.))

 ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران او متحدین یې سبا، تر ۲۰۲۰ کاله د افغان ځواکونو د تمویل ژمنې تایید کړي او دغه راز به د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

 په ورته وخت کې به په دې ناسته کې د جینوا کنفرانس پر لاسته راوړنو هم بحث وشي.

 د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به په دې ناسته کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ هم وکړي چې په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره مخکې له مخکې هڅې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د سولې لپاره د هڅو په دوام افغانستان، پاکستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، عربي متحده اماراتو او قطر ته خپل درېیم سفر پیل کړی دی.

زلمی خلیلزاد له پاکستانیو چارواکو سره د خبرو لپاره تېره ورځ اسلام اباد ته رسېدلی او بریتانوي رسنۍ «تیلګراف» خبر ورکړی چې په قطر کې د طالبانو د دفتر اووه کسیز پلاوی په افغانستان کې د سولې او امنیت په تړاو د مشورې لپاره پاکستان ته تللی دی.

ناټو همدا اوس په افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو پر روزنه، مشوره او مرسته بوخت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.