مزارشريف (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۷): په شمال زون کې د ډاياک پروګرام مسوول جنرال عبدالمنان عابد وايي، څو چې له ناقانونه وسله والو وسله ټوله نه شي، امنيت نه شي ټينګېدای.
نوموړي دغه څرګندونې د لېندۍ په ۱۴مه د بلخ امنيه قومامندانۍ له خوا ډاياک پروګرام ته د يو شمېر وسلو د سپارلو پر مهال وکړې.
د ډاياک پروګرام مشر پژواک اژانس ته وويل چې ناقانونه وسله وال د افغانستان په نا امنۍ کې مهم رول لري او د مخنيوي لپاره يې بايد هڅې ګړندۍ شي.
هغه زياته کړه، هر هغه څوک چې دوه ميله ناقانونه وسله او دوه باډيګاردان ولري، نو غير مسوول وسله وال ګروپ ګڼل کېږي.
عابد همدا راز وويل چې په شمال زون کې په ډېری پېښو او جرايمو کې همدا ناقانونه وسلې استعمالېږي.
نوموړی که څه هم د ډاياک پروګرام له خوا د وسلو ټولولو لړۍ د قناعت وړ نه بولي؛ خو زياتوي چې دوی هڅه کوي، څو د ناقانونه وسلو په راټولولو سره د جرايمو کچه راشي.
د هغه په خبره نامسوول وسله وال هېڅ ډول قانون ته ژمن نه دي او پر امنيتي ځواکونو يې غږ وکړ چې د ناقانونه وسله والو ګروپونو پر ضد جدي اقدامات وکړي.
د ډاياک مسوول وويل چې شمال زون کې ناقانونه وسله ډېره زياته ده چې له همدې امله دوی اندېښمن دي.
د هغه په وينا څو چې ناقانونه وسله ټوله نه کړای شي، نو امنيت نه شي ټينګېدای.
په ورته وخت کې د بلخ امنيه قوماندان هم وايي چې د بلخ ټولو امنيتي منسوبينو ته يې د نا مسووله وسله والو د مخنيوي او بې وسلې کولو سپارښتنه کړې.
پاسوال محمد اکرم سامع پژواک اژانس ته وويل چې دوی د بلخ ولايت په مربوطاتو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال شاوخوا ۳۵ تنه متهمين او ۳۱ ميله مختلف النوع وسله نيولې چې نيول شوي کسان څارنوالۍ ته سپارل شوي او ۳۱ ميله وسله يې نن ډاياک پروګرام ته وسپارله
سامع وايي چې ډاياک پروګرام ته په سپارل شوې وسلو کې کلاشينکوفونه، تومانچې، چره يي ټوپک، وسپنیزې خولۍ، ذره واسکټونه او نور مهمات شامل دي.
هغه وويل چې د پوليسو او په ټوله کې د امنيتي ځواکونو په هڅو سره په مزارشريف ښار کې جنايي جرايم راکم شوي او په ښار کې د خپلسريو د ډېرو پېښو مخه نيول شوې ده.
د بلخ امنيه قوماندان په خپلو خبرو کې وويل چې ټولو امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې څو ناقانونه وسله وال ونيسي، دوسيې يې تکميل او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکی احمد فريد هم په دې نظر دی چې امنيتي ځواکونه بايد خپله ډېره پاملرنه د ناقانونه وسله والو نيولو او بې وسلې کولو ته واړوي.
هغه پژواک ته وويل چې تر ډېره همدا نامسوول وسله وال د حکومت او خلکو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو لامل شوي دي.
نوموړي په دې وروستيو کې د ناقانونه وسله والو پر ضد د ځانګړو ځواکونو عمليات ستايي او زياتوي چې د غير مسوول وسله والو د نيولو او بې وسلې کولو لړۍ دې چټکه شي.
فريد وويل، له خلکو او ټولو سياسي ګوندونو هم غوښتنه وکړه چې د شخصي ګټو په خاطر دې له غير مسوولو وسله والو او پر ناقانونه کړنو تورنو اشخاصو څخه ملاتړ نه کوي.
له دې وړاندې کورنيو چارو وزارت ويلي چې روانه اوونۍ به په هېواد کې د ناقانونه وسلو او خپلسرو وسله والو د نيولو لړۍ پيل کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










