جلال اباد (پژواک ۱۷ لېندۍ ۹۷): د نورستان ولايت چارواکي وايي چې دغه ولايت کې يې د پوهنتون جوړېدو هڅې ګړندۍ کړې دي او ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې د پوهنتون درې پوهنځي پرانيستل شي.
چارواکي دغه راز ډاډ ورکوي چې د پوهنتون د جوړېدو لپاره د ځمکې د مشخصولو او ودانۍ جوړېدو لومړني کارونه هم پيل شوي دي.
د خلکو له پرله پسې غوښتنو وروسته، دوه اوونۍ وړاندې د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ، چې د دغه وزارت په وړانديز او د ولسمشر په حکم نورستان ولايت ته پوهنتون منظور شو.
ځايي خلک هيله مند دي، چې د دغه پوهنتون په جوړېدو سره به نورستان کې د مسلکي استادانو د نشتوالي ستونزه هم حل شي او ترڅنګ به يې ځوانانو او په ځانګړې توګه نجونو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره شي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د لېندۍ په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل، لومړی به د ښوونې او روزنې پوهنځي په ګډون درېيو پوهنځيو ته موقتي ودانۍ پيدا کړي او وروسته به د ټول پوهنتون لپاره خپله ودانۍ ورغول شي.
هغه وايي، د پوهنتون د ځمکې د مشخصولو هلې ځلې هم پيل شوي او تېره اوونۍ هم د لوړو زده کړو وزارت او اراضي ملي ادارې څخه راغلي پلاوي د پوهنتون د ودانۍ لپاره په شرايطو د برابر ځای موندلو لپاره څو ځايونه وليدل.
د نوموړي په وينا، راغلي پلاوي ته يې درې ځايونه ورښودلي، چې د ښوونې او روزنې، شرعياتو او اقتصاد پوهنځيو لپاره په لومړي سر کې په موقتي توګه د ودانۍ د موجوديت ستونزه حلولى شي.
د نورستان والي دا هم وويل، چې د پوهنتون د جوړېدو لپاره يې د خلکو د مرستې غوښتنې لړۍ هم پيل کړې او هره ورځ د بېلابېلو سيمو له خلکو سره ګوري او د هغوی ژمنه اخلي، که په سيمه کې يې د پوهنتون لپاره ځمکه وغوښتل شي، بايد د ولسي خلکو له لوري ورکړل شي.
په همدې حال کې د نورستان اوسېدونکي او ولايتي شورا ټينګار کوي، چې د پوهنتون د جوړېدو لپاره دې هر څه ژر تر ژره ځمکه مشخصه او زمينه برابره شي، چې عملي کارونه يې پيل شي.
د ولايتي شورا رييس سعدالله پاينده زوی پژواک سره د خبرو پرمهال نورستان کې د پوهنتون جوړېدل، د نورستان د پرمختګ لپاره يو مهم ګام ياد کړ او يادونه يې وکړه چې د دغه ولايت اوسېدونکي د پوهنتون د جوړېدو په لاره کې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
هغه زياته کړه: ((دا ډېره د خوشبختۍ خبره ده، چې نورستانيان هم د پوهنتون لرونکي شي، ډېر نسلونه مو بې سواده پاتې شول، دا به د راتلونکو نسلونو د تعليمي کچې د لوړوالي لپاره يو ښه فرصت وي.))
د نورستان په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالی هغه لويه ننګونه ده چې له امله يې د ډېرو ښوونځيو فارغو ځوانانو د سواد کچه هم کمه ده.
هيله مندي شته، چې د پوهنتون په جوړېدو او په کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په ايجاد سره به مسلکي ښوونکي زيات او د زده کړو بهير غښتلی شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










