جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې دغه ولايت کې د شاتو مچيو د روزنې صنعت تر پخوا ډېر ښه شوی او د تېرکال له ليندۍ څخه تراوسه تر ۳۵۰ ټنو زيات شات ترلاسه شوي دي.
دوی وايي، دغه ولايت کې سلګونه کسان د شاتو مچيو په روزلو او د شاتو په راټولو بوخت دي.
بلخوا د شاتو مچيو روزونکي وايي، د شاتو د پروسس فابريکې او روزونکي ډېر شوي؛ خو د شنو ساحو او باغونو نه موجوديت يې کارونو ته خنډونه جوړولی شي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د شاتو مچيو روزنې برخې امر شاولي پژواک اژانس ته وويل،په دغه ولايت کې د شاتو مچيو ۳۰۰ فارمونه شته چې ۲۲ ډوله مچۍ په کې د شاتو د ترلاسه کېدو په موخه روزل کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له يوه کال څخه بل ته د شاتو حاصلات مخ په ډېرېدو دي او دغه تېرکال هم له ۳۰۰ فارمونو څخه ۳۵۰ ټنه شات بازار ته د خرڅلاو په موخه وړاندې شوي دي.
دی زياتوي، د مچيو د روزنې صنعت په ننګرهار کې سلګونو کسانو ته په مستقيم او سلګونه نورو ته په غير مستقيم ډول کاري زمينه برابره کړې ده.
په همدې حال کې د ننګرهار د شاتو مچيو روزونکو ټولنې مشر رياض محمد رودوال پژواک ته وويل چې اوسمهال په دغه ولايت کې د شاتو د پروسس فابريکې ډېرې شوي؛ خو د مچيو د ساتلو لپاره شنې ساحې او باغونه نه شته، چې مچۍ روزونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي زیاته کړه،که حکومت او مرستندویه ادارې ورسره د عصري وسایلو په ورکړه او نورو برخو کې مرسته وکړي،دوی به د هېواد ترڅنګ نورو هېوادونو ته هم شات صادر کړي .
د هغه په وینا،دګلانو،بوټو،ځانګړي مصنوعي فارمونو او نورو اسانتياوو د برابرولو په ترڅ کې به د شاتو ګڼ شمېر کاروبار کوونکي له نورو سیمو څخه ننګرهار ته را ستانه شي چې له امله به یې د شاتو په تولید کې لا زیاتوالی راشي .
د رودوال په وینا، اوس مهال په هېواد کې د کورنیو تولید شوو شاتو بازار تر ټولو ښه دی او دوی هم په ښه کیفیت او معیار سره هېوادوالو ته شات ورکوي.
د شاتو مچيو په روزنه او د شاتو په پروسس کې په کار بوخت خلک له حکومته غوښتنه کوي، چې د فارمونو او فابريکو د دوامداره پاتې کېدو لپاره د باغونو جوړېدو زمينه برابره کړي.
صفي الله چې د ننګرهار په نوم د شاتو د پروسس په يوه فابريکه کې کارکوي وايي، له تېرو درېيو کلونو راهيسې په دغې فابريکې کې کار کوي او د کورنۍ د ګټې وټې لپاره يې ښه وسيله ده.
هغه غوښتنه کوي چې که حکومت باغونه جوړ نه کړي؛ نو د شاتو مچيو د روزنې ځايونه به کم شي او دغه صنعت به د له منځه تلو سره مخ شي.
د يادولو ده چې اوسمهال د ننګرهار شات له دغه ولايت سربېره پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو ته هم د خرڅلاو په موخه وړل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










