منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“ګډه نوې طرحه هېڅکله کانکور کې د ونډې ورکولو په معنا نه ده”

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

 

 کابل (پژواک، ۱۷لیندۍ ۹۷): د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ګډه نوې طرحه هېڅکله د کانکور په ازموینه کې د ونډې ورکولو په معنا نه ده.

دا مطلب د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین، نن د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال په ډاګه کړ.

نوموړي وویل چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه د هېواد په لږ پرمختللو سیمو کې د لوړو زده کړو او سیمه ییزو کادرونو د متوازن پرمختګ لپاره، کابینې ته د کانکور په برخه کې نوې طرحه وړاندې کړې وه چې تاييد شوې ده.

 هغه زیاته کړه چې د دې پروګرام په اساس، د سږکال کانکور ۷۵ سلنه ونډه د پخوا په څېر په عمومي ډول او ۲۵ سلنه یې د زونونو په کچه سیالۍ ته وړاندې کېږي.

امین زیاته کړه: ((دا طرحه هیڅکله د ونډې ورکولو په معنا نه ده، د کانکور بهیر ته په شرایطو برابرو کسانو لپاره په شفاف ډول لار پرانیزي.))

همداراز په دې غونډه کې د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت هم وویل چې د دې طرحې موخه د قوم او ملیت پربنسټ د ونډې وېش نه، بلکې د هېواد ټولو ځوانانو ته د متوازنې پوهې او تحصیل لار هوارول دي.

 د نوموړې په وینا؛ دا پروګرام د سیمه ییزو کادرونو او هغو ځوانانو د وړتیا او استعداد غوړېدو لپاره پیل شوی چې کانکور ته یې لار نه ده موندلې.

نزهت زیاته کړه چې دسږکال کانکور ازموینه هم د تېر په څېر په عمومي ډول ترسره کېږي؛ خو د کانکور د ۲۵ سلنې ګډونوالو لپاره د طب، انجنیري، حقوقو، اقتصاد، کرنې او کمپیوټرساینس په څانګو کې د هر زون په کچه سیالۍ ترسره کېږي.

هغې په ډاګه کړه چې د دې پروګرام پر بنسټ د پلازمېنې په ګډون ټول هېواد کې د اړتیا وړ څانګو له مخې، اته زونونه ټاکل شوي او د اړتیا وړ څانګو ته د ونډې ورکړه به د کانکور ازموینه کې د لوړو نومرو ترلاسه کولو په شرط تر سره شي.

 د یادونې ده چې د کانکور نوې طرحه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له لوري په مشترک ډول کابېنې ته وړاندې شوې وه چې تېره اوونۍ تایید شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د ټولنیزو شبکو زیات شمېر کاروونکي له دې موضوع سره مخالف دي او دا په یو ډول د مخکښو زده کوونکو د حق تر پښو لاندې کول بولي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه