منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خرقې شریفې او احمد شاه بابا مزار ځیني توکي متولیانو خپلو کورونو ته وړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۷): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، په کندهار کې د خرقې مطهرې او احمد شاه بابا مزار ځیني توکي متولیانو تر خپل منځ سره وېشلي او کورونو ته یې وړي دي.

د یاد وزارت مرستیال پوهنوال رسول باوري دغه څرګندونې په کابل کې د ځوانانو پارلمان کې کړې او د دې موضوع د څېړلو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي ویلي وو، په دغو توکو کې غالۍ او نور شامل دي چې د دغه ځای متولیان شخصي ګټه ورڅخه اخلي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فضل الباري بریالی هم وايي چې د خرقې شریفې متولیانو د دغه تاریخي ځای او زیارت اړوند غالۍ، قندیلونه او ځيني نور توکي په خپلو منځونو کې  وېشلي او کورونو ته یې وړي دي.

نوموړي د لېندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټولیزه توګه کوم توکي چې د دغسې تاریخي اماکنو لپاره راوړل کېږي، د همدې ځای ملکیت دی او متولیان حق نه لري چې خپلو کورونو ته یې یوسي.

دی زیاتوي، اړوند وزارت امنیتي ارګانونو ته دنده سپارلې چې د دې په موضوع په اړه څېړنه وکړي.

د ده په خبره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال رسول باوري تر څرګندونو وروسته ولایت مقام هم د دې موضوع د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

خو د خرقې مطهرې متولیان دغه ادعا ردوي او وايي، د دغه زیارت ټول توکي خوندي دي.

محمد نسیم اخندزاده چې د خرقې مطهرې د متولیانو له ډلې دی پژواک اژانس ته وویل، ځیني له کاره لوېدلي توکي یې له زیارته لرې کړي او خوندي کړي دي.

هغه دغه څرګندونې ناسمې وګڼلې چې ګواکې د دغه مذهبي او تاریخي ځای ځیني توکي دې دوی په خپلو منځونو کې وېشلي او کورونو ته وړي وي.

د کندهار فرهنګیان او لیکوالان له تاریخي اثارو او ابداتو سره دغسې چلند د اندېښنې وړ بولي او ساتنه یې د دولت مکلفیت بولي.

د کندهار پوهنتون مرستیال، لیکوال او څېړونکی انجنیر شېرشاه رشاد وايي، د تاریخي اثارو او ابداتو ساتنه نه یوازې د دولت دنده ده، بلکې خلک یې هم باید په ساتنه کې برخه واخلي.

دی وايي، دغسې ځایونه د ټول ملت شتمني وي او هیڅوک هم ورڅخه د خپل شخصي ملکیت په توګه استفاده نه شي کولای.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په دې اړه د وزارت امر ته انتظار باسي چې له ترلاسه کېدو سره به یې په دې اړه څېړنه کوي.

خرقه مطهره د هېواد له مهمو تاریخي او مذهبي ځایونو شمېرل کېږي چې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ص چپنه په کې ساتل کېږي او هره ورځ سلګونه کسان دغه زیارت ته ورځي.

د دغه زیارت ساتنه په کندهار کې د یوې کورنۍ له خوا کېږي چې ادعا کوي په تاریخي توګه د دغه ځای د ساتنې چارې دوی ته سپارل شوي او همدوی یې متولیان دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور