کابل (پژواک، ۲۰لیندۍ ۹۷): د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت چارواکي وايي چې سږکال هېواد کې د زعفرانو محصولات ۱۳ ټنو ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي او د زعفرانو کښت هم ٢١ سلنه ډېر شوى دى.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي، نن د دې وزارت له مرستیال حمدالله همدرد سره د یوې ګډې خبري غونډې پرمهال په کابل کې وويل چې په روان کال کې د زعفرانو کښت ساحه څه باندې ۳۱ زره جریبو ته رسېدلې او د هېواد په ۳۳ ولایتونوکې د زعفرانو ۲۰۸۰ ټوټه نمایشي ځمکې رامنځ ته شوې دي.
نوموړي وویل چې په روان کال کې نږدې ۱۳ ټنه زعفران تولید شوي چې د تېر کال همدې مودې په نسبت زیاتوالی ښيي او اټکل کېږي چې په راتلونکي کال کې به دا کچه څه باندې ۱۴ ټنو ته ورسېږي.
رستمي زیاته کړه چې د افغانستان زعفران غوره کیفیت لري، سږکال ۹۰ سلنه زعفران بهر ته صادر شوي دي.
هغه وویل چې په روان کال کې د زعفرانو وچولو ۱۰۰ ماشینونه د زعفرانو پر کروندګرو وېشل شوي دي په ۲۵ ولایتونو کې د کرکيلې اړوند ۲۵ ښوونځي جوړ شوي او په دې برخه کې شپږو زرو بزګرو ته اړینې روزنې ورکړل شوې دي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مرستیال حمدالله همدرد په نننۍ ګډه خبري غونډه کې وويل چې د کرنې وزارت د غنمو، وریجو او نورو غلو دانو، د پستې ځنګلونو، بادامو، انګورو، انارو باغونو او سبو پراختیا ته جدي پاملرنه لري.
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د کرنیزو تولیداتو لوړ ظرفیت لري چې ان کولی شي ښه صادرات ولري.
د هغه په خبره،د کرنیزو محصولاتو لپاره د سړو خونو او زېرمتونونو کمښت، د اوبو لګولو کانالونو لږوالی، په دوديز ډول کرکیله او داسې نور د دې سکتور پر وړاندې پرتې ستونزې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










