منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پوهنې وزير اوسنى تعليمي نصاب زوړ وباله

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

ګردېز (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٧): د پوهنې وزير د هېواد اوسنى تعليمي نصاب زوړ او ناضروري بولي او وايي چې دې وزارت لا هم د ښوونې او روزنې اړتياوو ته ځواب نه دی ويلی.

د پوهنې وزير محمد ميرويس بلخي د پکتيا ولايت د ښوونې او روزنې په اړه د معلوماتو او د شته حالت د تحليل لپاره ګردېز ته کاري سفر وکړ.

نوموړي په ګردېز ښار کې له قومي مشرانو او ښوونکو سره په ګډه غونډه کې د پکتيا د اوسېدونکو هغه پرېکړه وستايله چې ښوونځي ته د ماشومانو نه لېږونکې کورنۍ جريمه کوي.

ده وويل چې د ښوونځيو د ودانيو د نه شتون ستونزې د حل لپاره بشپړه برنامه جوړه او د پکتيا په ګډون يې په ١٧ ولايتونو کې چارې پيل شوې دي.

د هغه په وينا، سږکال به په دې ولايت کې د پوهنې اړوند د (۱۸۰) ميليونه افغانيو په لګښت ساختماني چارې تر سره شي.

دى وايي: ((څلوېښت کاله جګړو د دې وطن هره برخه د نابودۍ په کنډر بدله کړې، دا په يو او دوه کاله کې نه جبرانيږي، د همدې لپاره به د معارف لسيزه اعلانيږي او ان شاءالله تر راتلونکو دوولس کلونو به د معارف په برخه کې اوسنۍ ستونزې حل شي. موږ پرمختګ کړی، خو لا هم ډېرې ستونزې شته.))

ميرويس بلخي د پوهنې وزارت اوسنی تعليمي نصاب زوړ، تيت و پرک او غير ضروري وباله، چې د اوسمهال اړتيا، بازار او د ښوونې او روزنې اړتياوو ته ځواب نه شي ويلی.

بلخي زياته کړه، د حکومت مشرتابه ته يې د ښوونکو د معاش لوړولو طرحه هم سپارلې او هڅه يې دا ده چې ځينې ښوونځي په لمريزه برېښنا او عصري ټکنالوجي سمبال کړي.

نوموړی وايي: ((موږ بايد شاګرد ته يواځې ليک او لوست نه، بلکې فکر، درک، درد او د خادم او ګټور انسان کېدو انګېزه هم ورکړو. پوهنې وزارت ډېر پړسېدلی او ځينې غير ضروري برخې لري، د معارف غير مرکزي کېدو ته مو کار روان کړی او ان شاءالله ولايتونو ته به زياته توجه وشي او صلاحيتونه به يې زيات شي.))

د پوهنې رييس کوچي ځاځي په دې غونډه کې وويل چې د پکتيا له اويا سلنه زيات ښوونځي ودانۍ نه لري او د لومړنۍ او منځنۍ دورې د کتابونو نشت هم لويه ستونزه ده.

د ده په وينا، په پکتيا کې له زده کړو پاتې شوي نارينه او مېرمنې له سواد زده کړې سره ځانګړې لېوالتيا لري، خو په دې ولايت کې يې فعاليت پيکه دی.

نوموړي زياته کړه، له څو کلونو راهيسې پکتيا ته لابراتوارونه او اړوندې اسانتياوې هم نه دي ورکړل شوې او اوسمهال يې شتون ته جدي اړتيا ده.

ده وويل: ((وزير صيب! په ډېرو ولايتونو کې ښوونکو ته د کور او اوسېدو لپاره ځمکې ورکړل شوې، خو پکتیا کې لا هم ښوونکي ځمکې نه لري، ځمکه تثبيت شوې، خو بيا هم ستاسو ځانګړې توجه او مرستې ته اړتيا ده. دلته خلک له تعليم سره ډېره مينه لري او دا مينه يې ثابته کړې، هيله ده وزارت هم بالمثل زياته توجه وکړي.))

دمګړۍ په پکتيا کې د کابو څلوېښت زره نجونو په ګډون شاوخوا دوه سوه زره زده کوونکي ښوونځيو ته ځي، چې د تقريبا پنځه زره ښوونکو له خوا زده کړه ورکول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه