منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افضلي: په افغانستان کې باید اطلاعاتو ته لاسرسی په کلتور بدل شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

 کابل (پژواک، ٢٢ لیندۍ ۹۷): د «تحقیقي راپورونو له لارې د فساد د له منځه وړلو لپاره له اطلاعاتو استفاده» تر عنوان لاندې ښوونیز ورکشاپ کې پر دې ټینګار وشو چې په افغانستان کې باید لږ تر لږه تر راتلونکو لسو کلونو اطلاعاتو ته لاس رسی په کلتور بدل شي.  

 په دغه درې ورځني ښوونیز ورکشاپ کې چې په کابل کې د ډنمارک سفارت په مالي ملاتړ او  د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام (UNDP) په همغږۍ پژواک خبري اژانس جوړ کړى و د کابل، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو ۱۹ خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون له لارې د تحقیقي راپورونو د برابرولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شول.

 اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون  رییس سید اکرام افضلي وویل، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د سیمې یو له غوره قوانینو څخه دی، ژورنالیسان او خلک کولای شي د دغه قانون له ګټو په ښه ډول استفاده وکړي.

 نوموړي زیاته کړه: ((که څه هم اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون موجود دی خو تر اوسه د ځواب ورکولو کلتور نه دی عام شوی او د دغه کلتور د بنسټیز کولو او اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون د تطبیق لپاره ډېر وخت ته اړتیا ده.))

 ده وویل: ((موږ باید تر راتلونکو ۵ یا ۱۰ کلونو اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په یو کلتور بدل کړو.))

 د هغه په باور، اطلاعاتو ته د لاس رسي تازه قانون چې څه باندې شپږ میاشتې مخکې نافذ شوی ژورنالېستانو او خلکو ته له اړوند مراجعو څخه د اطلاعاتو د ترلاسه کېدو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

 د پژواک خبري اژانس رییس او د یاد ښوونیز ورکشاپ يوتن پرمخ وړونکي وویل، د څلورو ولایتونو ژورنالېستان رابلل شوي څو اطلاعاتو ته د لاس رسي له قانون څخه په استفاده د تحقیقي راپور د برابرولو لازم مهارتونه زده او خلکو ته د فساد د له منځه وړلو لپاره هر اړخیز او جامع راپورونه برابر کړي.

 نوموړي زیاته کړه، په دغه ښوونیز پروګرام کې د کابل، لغمان، ننګرهار او کونړ ژورنالېستانو برخه اخیستې وه او اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون، تحقیقي ژورنالېزم، د تحقیقي راپور د جوړلو طریقه او د ژورنالېزم د اخلاقي اصولو په اړه یې زده کړه وکړه.

 په ننګرهار ولایت کې د کلید راډیو خبریالې او د یاد ښوونیز پروګرام ګډون کوونکې هیلۍ اسد وویل: ((په دغه ښوونیز ورکشاپ کې یې اطاعاتو ته د لاس رسي د قانون د چاپ د نېټې، د یاد قانون د ځانګړتیاوو، اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمېسیون، تحقیقي ژورنالېزم، په ژورنالېزم کې د تحقیق د ارزښت او د ژورنالېزم د اخلاقي موازنې په اړه زده کړه وکړه.))

 هغې زیاته کړه، د تحقیقي راپورونو ارزښت، د تحقیقي راپورونو جوړول او د تحقیقي راپورجوړونکو له خوا د فساد ښکاره کول د دغه څو ورځني پروګرام ځانګړنې وې.

 هغې وویل: ((دا مو زده کړل چې د یو تحقیقي راپورجوړوونکي په صفت څه ډول ټولنې ته ګټه ورسوو.))

 نوموړې د پژواک خبري اژانس له مسوولانو وغوښتل چې په راتلونکې کې د ولایتونو په ځانګړې ډول ننګرهار په کچه دا ډول پروګرامونه جوړ کړي، څو اطلاعاتو ته د لاسر رسي د قانون او تحقیقي راپورونو د ارزښت په تړاو د سیمه ییزو خبریالانو د پوهاوي کچه لوړه شي.

 په خوست کې د پژواک خبرياله او د ورکشاف غړې د یاد ښوونیز ورکشاپ په اړه وویل، د دغه ورکشاپ د زده کړې اجنډا ډېره ګټوره وه او اوس کولاى شي له خپلو زده کړو په کاري برخه کې استفاده وکړي.

 نوموړې زیاته کړه: ((په دغه ښوونیز پروګرام کې مې ګډون وکړ څو اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په اړه معلومات ترلاسه کړم او په خپلو ورځنیو کارونو کې به د اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره له دغه قانون څخه ګټه پورته کړم.))

 هغې وويل، له دغه کورس مخکې یې اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه ډېر معلومات نه درلودل، او نه پوهېده چې داسې بنسټونه هم شته چې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې له خبریالانو سره مرسته کوي.

 په لغمان کې د خیبر نوښت راډیو خبریال نور ضیا د دغه ښوونیز پروګرام جوړول ډېر ګټور وبلل او ویې ویل، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون او اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون خبریالانو ته قوت ورکوي چې د کره راپورونو د جوړېدو له لارې د فساد او اوسنیو ټولنیزو ستونزو مخه ونیسي.

 د دغه ښوونیز پروګرام بل ګډونوال شعیب سلطاني وویل: ((سره له دې چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون مې څو ځله لوستی و، خو ځینې برخې یې زما لپاره ګونګې او بې مفهومه وې، خو په دغه پروګرام کې د یاد قانون ټول مواد راته روښانه شول.))

 هغه زیاته کړه، په دغه قانون کې خلکو ته حق ورکول کېږي چې د نظام د وضعیت د ښه کېدو لپاره خپل نظرونه شریک کړي، دغه حق هېوادوالو ته حق ورکړی چې د ټولو حکومتي ادارو اسنادو او اطلاعاتو ته لاس رسی پیدا کړي او د فساد د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور