پل علم(پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٧): د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوندو زرو ښوونکو ته د استوګنې نومرو د وېشلو لړۍ پيل شوه.
د لوګر د پوهنې ريیس عبدالوکیل کلیوال د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو ځنډ وروسته په دې وتوانېدل ترڅو ښوونکو ته ښارګوټى جوړ کړي.
هغه وایي چې دا ښارګوټی د پل علم ښار شمال لوېدیځ ته د شېر وازې په سیمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري چې ٣٥٠ جريبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.
نوموړي وویل چې دغه ښارګوټى زر د استوګنې نومرې لري چې يواځې په مرکز پل علم پورې اړوندو ښوونکو ته ورکول کيږي.
کلیوال زیاته کړه چې په دې ښارګوټي کې ښوونکو ته د نومرو د وېش لړۍ شفافه ده او ټولو مستحقو ښوونکو ته به د ټاکل شوي کمېسیون له خوا و وېشل شي.
په دې اړه د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي وويل چې ښوونکي په ډېر کم امتیاز سره دنده پر مخ وړي، نو بايد د استوګنې امکانات ورته حکومت برابر کړي.
هغه وایي: (( کوم ښارګوټی چې د ښوونکو لپاره جوړ شوی د استوګنې ترڅنګ ټولې ښاري اسانتیاوې ورته په نظر کې نیول شوي او د نومرو د وېش کمېسيون مکلف دی چې شفافیت په نظر کې ونيسي.))
دغه راز د کلنګار جهادي لېسې ښوونکي ګل محمد پژواک ته وویل چې له تېرو اتو کلونو راهیسې ښوونکو د ښارګوټي د جوړېدو لپاره منډې ترړې کړې دي.
هغه وايي: (( پس له څو کلونو وتوانېدلو چې د دغه ښارګوټي وېش موږ ته پيل شي.))
د لوګر د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې د محمداغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو د ښوونکو ښارګوټي پرانېستل شوي چې ډېرو ښوونکو په کې ځانونو ته کورونه هم جوړ کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










