منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۵ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پاکستان سفارت لپاره موظف پولیس له دندو ګوښه شول

· ۴ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کابل (پژواک،۲۷ لېندۍ ۹۷): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د وېزې ترلاسه کولو په بدل کې د پولیسو له خوا د رشوت اخیستو په اړه د خلکو له شکایتونو وروسته د پاکستان سفارت لپاره یو شمېر موظف پولیس له دندو لرې کړل.

د کابل د پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د کورنیو چارو وزارت د امنیت د لوی معینیت د تصمیم پر اساس د کابل پولیسو د ۰۱ قطعې د شپږم ټولي د سفارتونو د ساتنې کنډک درې منسوبین له دندو ګوښه شول.

نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې چې نن هم یو شمېر هغه پولیس چې په دندو کې یې لټي کړې او یا د پاکستان سفارت مخې ته له خلکو سره په ناوړه چلند تورن شوي، له دندو ګوښه شي.

هغه د پاکستان سفارت مخې ته د پولیسو د شمېر په اړه جزئیات ور نه کړل، خو زیاته یې کړه، دغه کسان د پاکستان سفارت د امنیت ساتنې په پوستو کې پر دنده بوخت وو.

ده روښانه کړه، تر اوسه نه ده معلومه چې یاد کسان به د پولیسو په لیکو کې دندې ته دوام ورکوي کنه؟ خو تر هر اړخیزو څېړنو وروسته به د ثبوت پر مهال د دوی نسبي دوسيې عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې یوې بلې سرچينې پژواک ته وویلي: ((د محترمو هېوادوالو او څارونکي ټېم د شکایت پر اساس د کورنیو چارو وزارت د شپږم ټولي ټول پولیس له دندو لرې کړي دي.))

هغه زیاته کړې، د یادو منسوبینو پر ځای پاک خلک ټاکل کېږي څو د پاکستان د وېزې اخیستو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د سرچینې په خبره، د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ته داسې راپورونه را رسېدلي وو چې د پاکستان سفارت په مخکې پولیس له خلکو پیسې اخلي؛ نو ځکه جدي اقدام وشو.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د پاکستان وېزې اخیستونکو ویلي وو، د ویزې ترلاسه کولو بهیر ډېر وخت ته اړتیا درلوده او یاده موضوع د دې لامل شوه چې کمېشن کاران په یوره ورځ کې د ۱۰۰ ډالرو په بدل کې وېزه واخلي.

یوه وېزه اخیستونکي ضیاالحق پژواک ته وویل، دوې اوونۍ مخکې یې د ویزې غوښتنه کړې خو تر اوسه یې ویزه نه ده اخیستې.

هغه زیاته کړه، ځيني کسان حتی د نظامي یونیفورم لرونکي د سفارت د کارکوونکو په همکارۍ د ۱۰۰ ډالرو په بدل کې په یوه ورځ کې ویزه  ورکوي.

د کابل د کلکان ولسوالۍ اوسېدونکي نصیراحمد چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان د وېزې اخیستو په لټه کې دی، پژواک ته وویل: ((پنځه ورځې کېږي چې د وېزې اخیستو لپاره د دغه هېواد سفارت ته راځم، خو تر اوسه نه یم توانېدلی چې پاسپورټ تسلیم کړم.))

نوموړي زیاته کړه، په لومړۍ ورځ یو کس چې د پولیسو یونیفورم یې پر تن و، راته وویل، کولای شي تر دوو ورځو پورې د پنځه زره افغانیو په بدل کې وېزه راته واخلي.

بلخوا د خوشحال مېنې یو اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط وویل، شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې د پاکستان سفارت ته د وېزې ترلاسه کولو لپاره تللی و او د سفارت تر مخ پولیسو ورسره ناوړه چلند کړی دی.

هغه زیاته کړه، له دې وروسته یې مېرمن د درملنې لپاره هند ته بوتله او په پاسپورت یې د هند وېزه موجوده وه، پولیسو او په جنرال جرئت پورې نورو پلنګي یونیفورم لرونکو کسانو په دې بهانه چې د پاکستان سفارت په دغه پاسپورت وېزه نه لګوي، خو د پیسو د ورکړې په بدل کې شونې ده.

نوموړي روښانه کړه، د پاکستان د وېزې ترلاسه کولو لپاره یې هغو کسانو ته چې له پولیسو او پلنګي پوشانو سره اړيکې لري، ۳۰۰ ډالر یعنې د هر پاوسپورټ په بدل کې ۱۵۰ امریکايي ډالر ورکړي او په څلورو ورځو کې یې وزیره اخیستې ده.

په ورته وخت کې د انار درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې د وېزې اخیستو لپاره د پاکستان سفارت ته تللی و، وویل، درې اوونۍ مخکې یې په ډېر مشکل د سفارت مخې ته یوه دوکان ته د وېزې اخیستو لپاره پاسپورت تسلیم کړی دی.

هغه زیاته کړه، له څلور ورځو انتظار وروسته یې د وېزې ترلاسه کولو په بدل کې ۴۰۰۰ افغانۍ ورکړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه