کابل (پژواک، ٢٧ لیندۍ ٩٧): «په رسنیو کې د جنسیت د توازن» په نوم د یوې نظر پوښتنې معلومات ښيي چې نږدې نیمايي ښځې او نجونې په رسنیو کې د نارینه وو په پرتله د کم معاش له امله شکایت کوي، خو زیاترو یې ویلي، کاري چاپېریال یې خوندي دی.
دغه راز له نیمايي ډېرو ځواب ورکوونکو ویلي، په رسنیو کې د تصمیم نیولو په سطحه کې ځای لري او ۷۰ سلنه مرکه کېدونکو په رسنیو کې دنده با ارزښته، د خوښې وړ خو ګواښوونکې بللې ده.
دغه نظر پوښتنه د ملګرو ملتونو د فرهنګي او عملي سازمان «یونسکو» په مرسته د کلید ګروپ او سوېلي اسیا د ښځو شبکې ترسره کړې ده.
په دې نظر پوښتنه کې د روان کال له غبرګولي میاشتې څخه تر لیندۍ میاشتې پورې په کابل، بلخ، هرات، کندوز، کندهار، خوست، بدخشان او بغلان ولایتونو کې د ۲۵۴ هغو ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو سره په انلاین او حضوري مرکې شوې چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۵۵ کلونو وو.
د کلید ګروپ رییسې نجیبې ایوبي نن په کابل کې د یادې سروې د پایلو د اعلان پر مهال وویل، د یادې سروې له لارې په رسنیو کې د افغان مېرمنو وضعیت ارزول شوی دی.
د یادې نظر سنجۍ په اساس، ۶۵ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي چې په متوسطه سطحه، ۲۱ سلنه ویلي چې په ټيټه کچه او ۱۴ سلنه بیا ویلي چې د رسنیو د لوړ پوړو کارکوونکو په صفت دندې لري.
د سروې د معلوماتو له مخې، نږدې ۲۴ سلنه ځواب ورکوونکو له ۱۰۰ امریکايي ډالرو کم معاش، نږدې ۶۰ سلنه ځواب ورکوونکو له ۱۰۰ تر ۲۵۰ ډالرو، نږدې ۱۲ سلنه کارکوونکو له ۲۵۰ تر ۵۰۰ امریکايي ډالرو او پاتې نور له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو معاش اخلي.
دغه راز ۴۴ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي، له نارینه وو سره ورته معاش لري خو ۴۷ سلنه کسانو ویلي چې معاشونه یې د نارینه وو په پرتله کم دي خو ۹ سلنه ځواب ورکوونکو بیا ویلي چې په دې اړه معلومات نه لري.
سرچینه لیکي، ۲۳ سلنه ځواب ورکوونکو په خپلو بنسټونو کې د ظرفیت د لوړېدو لپاره فرصتونه عالي، له ۲۷ سلنه ډېرو کسانو ډېر ښه، نږدې ۲۷ سلنو ښه، شاوخوا ۱۲ سلنه منصفانه او نږدې ۹ سلنه کسانو کمزوري بللي دي، خو دوه سلنو هېڅ ځواب نه دی ورکړی.
په نظر پوښتنه کې راغلي، له ۳۴ سلنه ډېر ځواب ورکوونکي وايي، نارینه باور لري چې ښځې کولای شي په هره سطحه کې ګډون ولري، خو نږدې ۱۵ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي چې نارینه په رسنیو کې د جنسیت په مقابل کې حساس دي.
دغه راز د یادې نظرپوښتنې په اساس، له ۲۵ سلنه ډېرو ځواب ویوونکو ویلي چې نارینه په رسنیو کې د تصمیم نیونې په برخه کې د ښځو ګډون اړین بولي او نږدې ۱۲ سلنو بیا ویلي چې دوستانه کاري چاپېریال لري او پاتې بېلا بېل نظرونه لري.
په دې نظر پوښته کې راغلي چې ۸۷ سلنه مرکه کېدونکو ویلي چې په رسنیو کې له جنسي ځورونې لاندې نه دي راغلې، ۹ سلنو ویلې چې په کاري چاپېریال کې تر جنسي ځورونې لاندې راغلې او څلور سلنه ویلي چې له ژبني، قومي او ملیتي توپیري چلند سره مخ شوې دي.
د کلید راډیو مسوول مدير محمود مبارز په کابل کې وویل، د ټول هېواد په کچه په ټولو رسنیو کې ۱۷۰۰ ښځینه کارکوونکې موجودې دي چې ۷۷۰ یې یوازې په خبري او پاتې نورې یې په اداري چارو کې دندې لري.
په رسنیو په ځانګړې توګه په مديریتي بستونو کې د ښځو د جذب د شمېر زیاتېدل، د معاشونو زیاتېدل، په رسنیو کې د ښځو له جنسي ځورونې سره مبارزه او په رسنیو کې د ښځو لپاره اسانتیاوو رامنځته کول په دې نظر پوښتنه کې د کلید ګروپ مهم وړاندیزونه دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال سید اقا حسین فاضل سانچارکي د یادې نظر پوښتنې د پایلو د اعلان پر مهال وویل، تېرکال په افغانستان کې ټول په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه رسنیو کې د ښځو د پراخ ګډون شاهدان وو.
خو هغه زیاته کړه، په وروستي کال کې د کلتوري او امنیتي ستونزو په پرتله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی دی.
نوموړي وویل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت به له شخصي رسنیو سره په همکارۍ د ښځینه خبریالانو د ستونزو د حل او په رسنیو کې د دوی د ګډون د زیاتېدو لپاره کار وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










