کابل (پژواک، ٤ مرغومی ٩٧): په کابل کې د سمپوزیم «علمي ناستې» په لومړۍ ورځ په زندانونو کې د زړو ښځو او له میندو سره د ماشومانو موجودیت، اقتصادي ستونزې، په نشه يي توکو روږدي کېدل او کورنی تاوتریخوالی د افغان مېرمنو عمده ستونزې وبلل شوې.
په دغه سپموزیم کې چې «په مرکزي زون کې د ښځو توانمند کول» په نوم د ښځو چارو وزارت له خوا جوړ شوی، د لسګونه لوړپوړو حکومتي چارواکو تر څنګ د کابل، میدان وردګو، پنجشېر، کاپیسا، پروان او دایکنډي ولایتونو لسګونه مېرمنو ګډون کړی دی.
د دغه وزارت مسلکي او د پالیسۍ مرستیالې سپوږمۍ وردګ د دغه سپموزیم د پرانیستې پر مهال وویل، په دغه سمپوزیم کې په یادو ولایتونو کې د ښځو پر ستونزو خبرې کېږي او د هغه د حل لارو لپاره نظرونه تبادله کېږي.
هغې زیاته کړه، د افغان مېرمنو عمده ستونزې کورني تاوتریخوالي، اقتصادي بېوزلي، په کم عمر ودونه او نور دي.
د نوموړې په خبره، د ښځو د ستونزو د حل لپاره د پنځه کلن پلان جوړول، د ځینو حقوقي قوانینو تدوینول، د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو جوړول، د دغه وزارت د تېرو دوو کلونو عمده کارونه دي.
نوموړي وویل، له دې مخکې د هېواد په څلورو زونونو کې د ښځو د ستونزو او هغه ته د حل لارو د لټولو لپاره څلور سمپوزیمونه جوړ شوي او له وړاندیزونو څخه به یې په دویم پنځمه کلن پلان کې چې تر کار لاندې دی، ګټه پورته شي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیر په نننۍ ناسته کې وویل: ((څو چې ښځې خپله د خپلو ستونزو د حل لپاره کار و نه کړي، ستونزې یې نه حل کېږي، راځئ د خپلو ستونزو د حل لپاره یو بل ته لاس ورکړو او د یو او بل د ستونزو د حل لپاره ډېر کار وکړو.))
هغه نشه يي توکي د روږدي کېدل د هېواد په کچه لویه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه: ((نشه يي توکي اوس زموږ په ټولنه کې په یو ویروس بدل شوي، کورنۍ د روږديتوب له وجې له نه جبرانېدونکو تاوتریخوالو سره مخ دي، زموږ میندې کولای شي د یادې ستونزې مخه ونیسي او خپل زامن له نشه يي توکو منع کړي.))
د کابل والي محمد یعقوب حیدري په نننۍ ناسته کې وویل، د یادو ستونزه تر څنګ په زندانونو کې د ډېر عمر لرونکو ښځو او له میندو سره د اولادونو موجودیت د اندېښنې وړ نورې ستونزې دي.
هغه زیاته کړه: ((زه څو ځله د کابل زندان ته تللی یم، ډېر سخت و لړزېدم، هغه ښځې چې ډېر عمر لري او د قانون له مخې باید خوشې شي، خو اوس هم به زندان کې دي، دغه راز مې هغه ماشومان ولیدل چې له خپلو میندو سره په زندان کې دي، ډېر خپه شوم، په کوم قانون کې شته چې ماشوم بندي شي، هېڅوک نه شي کولای د ماشوم د ازادۍ حق واخلي، راځئ دغو ستونزو ته پام وکړو او د حل لپاره یې په ګډه کار وکړو.))
نوموړي وویل، په کابل او اطراف کې پوره ځمکه شته او اړوند بنستونه باید په زندان کې له میندو سره د شته اولادونو لپاره د روزنتون پر جوړېدو کار وکړي.
هغه زیاته کړه: ((زندانونه د کورنیو چارو وزارت مربوط دي، د کورنیو چارو وزارت دې په دې برخه کې جدي توجه وکړي، دغو ماشومانو ته دې روزنتونونه جوړ کړي څو په سالم ډول لوی شي.))
پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د کورنیو چارو وزارت ځواب تر لاسه کړي، خو له وزارت سره یې اړیکه ټینګه نه شوه.
د ښځو چارو وزارت ویاندې رویا دادرس هم دغه موضوع د اندېښنې وړ وبلله او پژواک ته یې وویل، د ښځو چارو وزارت د دغې ستونزې د حل لپاره په اړوندو ارګانونو فشار راوړي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په زندانونو کې شاوخوا ۱۰ زره زندانیان پراته دي چې ۲۰۰۰ یې ښځې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










