مزارشريف (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): د شمالي ولايتونو پر ۴زره جريبه ځمکې د باغونو جوړولو لړۍ له بلخ ولايته پيل شوه.
په شمال کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسوول فهيم جباري د مرغومي په نهمه نېټه د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د باغ جوړولو د پيل په پروګرام کې وويل، دغه باغونه به د شمال زون په پنځو ولايتونو کې جوړ شي.
هغه زياته کړه چې په ۲۰۱۹ کال کې به په سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې پر ۴زر اوبیزو ځمکو د بېلابېلو مېوو د باغونو جوړولو تر څنګ پر شاوخوا ۲زره جريبه للمي ځمکه د پستې باغونه هم جوړ شي.
جباري پژواک ته وويل، دغه باغونه به د هغو مېوو له ونو جوړ شي چې له سيمه ييز چاپېريال سره مطابقت ولري.
د هغه په خبره، په يادو باغونو کې به د شفتالو، زردالو، الو، ګيلاس، بادام، انار، انګور او پستو ونې شاملې وي.
نوموړي زياته کړه چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام به له کروندګرو سره د يادو باغونو په پاللو او روزلو کې بشپړه مرسته کوي.
هغه وويل: ((موږ به د يادو باغونو په روزلو، د اوبو سيستم، د افاتو پر ضد دوايي او حتی د حاصل پر مهال د مارکېټ موندلو برخه کې له کروندګرو سره مرستو ته دوام ورکوو.))
دى زياتوي، ټول هغه نيالګي چې باغونه ترې جوړېږي، د کيفيت او معيار له مخې د سيمې له چاپېريال او هوا سره بشپړ سمون لري.
جباري وويل چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام هڅه کوي چې باغدارانو ته د اسانتياوو رامنځته کېدو په خاطر د سړو خونو ستونزه هم حل کړي څو کروندګر وکولای شي چې خپل حاصلات په کې وساتي.
د بلخ د کرنې رييس محمد سالم ساعي پژواک ته وويل چې د يادو باغونو په جوړېدو سره به هغه ستونزې هم تر يوه بريده حل شي چې د هوا د ککړتيا له امله چاپېريال ورسره مخ دی.
د هغه په وينا، په راتلونکي ۲۰۱۹ کال کې د بلخ ولايت په ۱۴ ولسواليو کې پر ۱۰۰۰ جريبه ځمکې باندې د مېوه لرونکو ونو باغونه جوړېږي.
نوموړی وايي چې که کروندګر غوښتنه وکړي، نو دوی به له دې زياته مرسته هم ورسره و کړي.
د بلخ د کرنې رييس زياته کړه چې د يادو باغونو د جوړولو لپاره له کره سروې وروسته هغه ځمکې انتخاب شوې چې د اوبو پراخې زېرمې لري.
نوموړي دا هم وويل چې دمګړۍ په بلخ ولايت کې شاوخوا ۴۰زره هکتاره ستنډرډ باغونه موجود دي چې هر کال زياته اندازه مېوه او لرګي ترې لاسته راځي.
په ورته وخت کې د بلخ يو شمېر کروندګر د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له مرستو خوشال دي.
د چمتال ولسوالۍ کروندګر ضياالدين پژواک ته وويل چې درې کاله وړاندې يې په غوښتنه د باغدارۍ ملي پروګرام له خوا په ۴ جريبه ځمکه کې باغ ورته جوړ شوی و.
د هغه په خبره چې د ياد باغ او ونو حاصلات د پخوانيو باغونو په پرتله چې دوی خپله په غير مسلکي ډول جوړول، ۳۰ سلنه زيات وو.
هغه وويل: ((پخوا موږ په سنتي ډول باغونه درلودل، شاخه بري نه وه، دوا او نور اړتيا وړ موادو ته مو لاسرسی نه درلود؛ خو اوس ښه ده، چې دې ټولو برخو کې راته لاښوونه کېږي او مرسته راسره کوي.))
هغه غوښتنه کوي چې دمګړۍ يې يواځېنی مشکل د مارکېټ نه شتون دی.
نوموړی زياتوي، که يې د حاصلاتو د بازارموندنې او مارکېټ غم هم وخوړل شي، نو ګټه به يې يو پر دوه شي.
په شمال زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ پروګرام مسوولينو وويل چې د فعاليت له پيل راهيسې يې د شمال په پنځو ولايتونو کې پر شاوخوا ۴۰ زره جريبه ځمکې د مثمرو ونو باغونه جوړ کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










