منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دانش: اطلاعاتو ته لاسرسی په دولتي او نا دولتي ادارو کې د فساد مخه نیسي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۵ کتنې

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): د ولسمشر دویم مرستیال اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون د نوو غړیو د معرفي په مراسمو کې دغه کمېسیون ته د دولتي او نا دولتي ادارو پر ځواب ورکونې د ټينګار تر څنګ په ادارو کې اطلاعاتو ته لاسرسی د فساد کمولو او شفافیت لپاره مهم امر  وباله.

د ولسمشر له فرمان سره سم، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون له پنځو غړو څخه عين الدین بهادري، زهرا موسوي او حمدلله ارباب د پنځو کلونو، نجیبه مرام او فضل الباري بریالی د درې کلونو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق خونديتوب لپاره د لومړۍ دورې لپاره په رسمي ډول معرفي شول.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د نوو غړو معرفي په مراسمو کې یې خبرې کولې، وویل چې د دې کمېسیون نوي غړي له خطره ډکې دندې پرغاړه لري.

نوموړي، دې مطلب ته په اشارې چې د بیان ازادي مهم عنصر، اطلاعاتو ته لاسرسی دی، وویل چې اطلاعاتو ته لاسرسی روڼتیا زیاتوي او په دولتي او نادولتي ادارو کې د فساد مخنیوی کوي.

هغه، اطلاعاتو ته لاسرسی له ادارې فساد سره د مبارزې مخنیوي تر ټولو مهمه لار وګڼله، زیاته کړه: (( که ادارات خلکو ته د اړینو اطلاعاتو پر وړاندې کولو ځان مکلف و نه بولي، په اسانۍ کولی شي چې  فساد رامنځ ته کوونکې کړنې پټې او له عدالت څخه وتښتي.))

دانش، د ولسمشرۍ او خپلواکو کمېسیونو په ګډون ټولې ادارې  د کمېسیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پروړاندې مسؤوله ګڼي او ویې ویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او قانون، له فساد سره مبارزې ته مناسب چوکاټ رامنځ ته کړی دی.

د حکومت یاد لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو په دوام وویل چې په روان کال کې درې قانونونه ( اطلاعاتو ته د لاسرسي، د اداري فساد له افشا کوونکو نه د ملاتړ قانون او له اداري فساد سره د مبارزې قانون تصویب شوي دي چې دا قوانین د یو بل بشپړونکي دي او باید پلي شي.

د ولسمشرۍ یاد چارواکي د دې مطلب په څرګندولو سره چې ښايي یو شمېر ادارو تر اوسه دا قانون نه وي مطالعه کړی، وویل چې دا کمېسیون باید د دې قانون د احکامو تطبيق په څرنګوالي څارنه ولري او له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړئ.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پخواني مشرسید اکرام افضلي د کمېسیون له نوو غړو خپل ملاتړ اعلان او هغوی ته يې په خطاب کې وویل: ((که قانون مو پلی کړ په څنګ کې به مو ولاړ یم، خو که چېرته د قانون خلاف کړنه ترسره او قانون عملي نه کړئ، نو لومړي کسان چې د تاسو په وړاندې به ودرېږي، د کمېسیون پخواني غړي به وي.))

نوموړي د اطلاعاتو کمېسیون د بودیجې تېرو ستونزو ته په اشارې زیاته کړه: ((له دې وروسته باید کمېسیون ته ټول امکانات برابر شي، موږ میلیارډونه ډالر نه غواړو، کومه بودیجه چې موږ اټکل کړې، نږدې ۵۰ میلیون افغانۍ کېږي، هیله ده چې ستونزه هواره شي.))

نوموړي دې مطلب ته په اشارې چې یو شمېر کوچنې ادارې زرهي موټرونه لري، وویل په زرهي موټرونو دولت نه جوړيږي، بلکې دولت په مشروعیت جوړیدای شي او اطلاعاتو ته لاسرسی دولت ته مشروعیت ورکوي.

افضلي له ادارو څخه غوښتنه وکړه چې منفي ذهنیت ((اطلاعات د دولت حق دی، باید خلک ورته لاسرسی و نه لري)) لرې کړي؛ ځکه چې اطلاعات د خلکو حق دی هره اداره چې دا حق نه خوندي کوي د قانون خلاف کړنه ترسره کوي.

نوموړي، په ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق مراجعو رامنځ ته کولو ته اشاره وکړه ويې ویل چې تر اوسه څه باندې ۵۰ اداراتو کې جوړې شوي دي؛ خو یو شمېر نورې ادارې د دې ډول مرجع رامنځ ته کولو لپاره اړین امکانات په واک کې نه لري او باید پیاوړې شي.

نوموړي په ډاګه کړه: ((له دې وروسته موږ پر هغه وزیر او مسؤول باور کوو چې د اطلاع رسونې سرچينه او مسؤول يې پیاوړی وي په کومه اداره کې چې د اطلاع رسونې سرچينه کمزورې وي دا زموږ لپاره یوه ځانګړنه ده په دې معنا چې اداره نه غواړي سمه او د حسا ب ورکولو حکومتولۍ بنسټيزه شي.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې حسینه صافي وویل چې د اطلاعاتو کمېسیون غړیتوب تر لاسه کولو لپاره له ۱۱۷ نوماندانو څخه د رقابتي پړاو له ترسره کولو وروسته، ۱۵ کسان ولسمشر ته ورمعرفي شول او ولسمشر د هغوی له ډلې د تخصص او جنسیت له مخې پنځه تنه غوره کړل.

نوموړې وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړي، په ډیری نورو ادارو کې د  دندې ترسره کولو حق نه لري.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون نوې غړې نجیبې مرام د ډیری نورو غړو په استازولۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له پخوانیو غړو څخه په مننې، ژمنه وکړه چې خپلو دندو ته رښتوني او ژمن واوسئ او هېڅ ادارې ته اجازه ور نه کړي چې قانون تر پښولاندې کړي.

نوموړې د اطلاعاتو محرمیت طبقه بندي  ته په اشارې وويل ادارې باید پوه شي چې د اطلاعاتو طبقه بندي واک له کمېسیون سره دی.

هغې زیاته کړه چې اطلاعاتو ته لاسرسی، باید له مرکز سره منحصر و نه اوسي، باید په ولایتونو کې هم خلک اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور