مزارشريف ( پژواک،۱۰مرغومی، ۹۷): بلخ ولايت کې د افغانستان ماشوم بنسټ لخوا له ۲۰۰ بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوه.
شمال کې د ماشوم بنسټ مشرې مريم کريمي د مرغومي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې په هغو کورنيو وويشل شوې، چې بې سرپرسته دي او يا يې هم سرپرستان د کار کولو تواناني ونلري.
د هغې په خبره دغه مرستې بېلابېلو سوداګرو، خلکو او ټولنو د ماشومانو بنسټ ته ورکړې وې او دوی وغوښتل، چې د نوي ميلادي کال په مناسبت يې په بېوزله کورنيو وويشي.
کريمي زياته کړه، چې هرې کورنۍ ته، يوه بوجې اوړه، پنځه لېټره غوړ، پياز، کچالو، لوبيا، نخود او مکروني ورکول کېږي، چې ارزښت يې درې زره افغانۍ دی.
د ماشوم بنسټ مشره زياتوي چې دغه مرستې هغو کورنيو ته هم ورکړل شوې، چې ماشومان يې د سرطان په ناروغۍ اخته دي.
هغې وويل چې موخه يې دا ده څو د ژمي په ساړه موسم کې له بېوزله خلکو سره د مرستې دود زيات شي.
مېرمن کريمي د هيواد له سوداګرو او هغو کسانو څخه چې اقتصادي توانايي لري؛ غوښتنه وکړه څو د اړمنو کورنيو لاسنيوی وکړي.
خديجه د مزار شريف اوسېدونکې ده، چې د مرستو تر لاسه کولو لپاره يې ماشوم بنسټ ته مراجعه کړې.
هغه وايي چې خاوند يې معيوب دی او د څلورو وړو ماشومانو خوراک او پوښاک ور له غاړې دی.
د خديجې په خبره خپله هم داسې کار ورته نشته، چې وکولای شي له لارې يې د خپلې کورنۍ اقتصادي مشکلات حل کړي.
هغې له ماشوم بنسټ څخه مننه وکړه، چې د يوې مياشتې لپاره يې خوراکي توکي ورسره مرسته وکړه؛ خو زياتوي چې دغه مرستې يې ستونزې نشي حل کولای.
نوموړې له حکومت څخه غواړي، چې د نورو مرستو تر څنګ يې ماشومانو ته د زده کړو زمينه هم برابره کړي.
تېره اونۍ د بلخ د کډوالو چارو رييس ويلي وو، چې روان کال يې دغه ولايت کې د داخلي بېځايه شويو کورنيو شاوخوا ۱۲۰۰۰ عريضې تر لاسه کړي، چې دا يې په يوه نيمه لسيزه کې تر ټولو لوړه کچه ياده کړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









