کابل(پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې ۲۷،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۶۲ تړونونه منظور کړل.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د د ولسمشرۍ ماڼې له مطبوعاتي دفتر له لوري نن پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې ۶۷ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲۷،۷ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۶۲ تړونونه منظور کړل.
د کورنیو چارو وزارت اړوند د چوکاټي قرارداد پر بنسټ د اوبو رسولو او کانالېزاسیون سیستم د حفظ او مراقبت د خدماتو پروژه او د برېښنا، ایرکنډېشن، جنراتور سیستم د حفظ او مراقبت د خدماتو پروژې، د ۸۰۸ سپین زر زون او د هغې اړوند د تعمیراتو ریاست د اړتیا وړ مبلایل تبدیلۍ دوه قراردادونه ملي تدارکاتو کمېسیون تصویب نه کړل او له دې وزارت څخه یې په جلا قراردادونو کې د پرزو د مراقبت او خریدارۍ غوښتنه وکړه.
پر یادې پروژې د بحث پر مهال جمهوررئیس کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې په بېلابېلو برخو کې د مسلکي تخنیکي افرادو د استخدام طرحه چمتو او د جمهوري ریاست مقام ته راپور ورکړي.
همدارنګه ملي تدارکاتو ادارې د هېواد د شهیدانو ورثې ته د کومکي خوراکي توکو د کوپون د وېش تطبیقي طرحه ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړه چې د کمېسیون غړو یې هرکلي وکړ او څرګنده یې کړه چې د شهیدانو د ورثې نهایي لېست دې په دقیقه توګه چمتو شي.
دېته ورته ملي دفاع وزارت د قطعاتو د لومړي مرکزي لاټ او مرکزي جزوتامونو د اړتیا وړ ۸۹ قلمه قرطاسیې پېشنهاد وکړ چې کمېسیون تائید او پرېکړه وشوه، له هغه داوطلب سره دې چې ستونزه یې ایجاد کړی وه د قانون مطابق چلند وشي.
په غونډه کې د لوژستیک او د زندانونو او توقیف خانو د عمومي ریاستونو، د عامه محافظت معینیت او امنیتي تصدۍ د پولیس قواو د اعاشوي او محروقاتي توکو د قراردادونو په اړه د کورنیو چارو وزارت راپور غونډې ته وړاندې شو چې ملي تدارکاتو کمېسیون په پرنسیب کې منظور کړ.
جمهوررئیس دې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د خپلو اړتیاو واضح تفکیک و ارزوي او دغه راز یې کورنیو چارو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او ملي تدارکاتو ادارې ته دنده وسپارله چې د دې راپور تطبیقي مرحلې وارزوي.
د کورنیو چارو وزارت د ۵۹۲ قلمه پرزو د دویم او پنځم لاټ پروژې د قرارداد د ورکړې د منظورۍ د غوښتنې وړاندیز ملي تدارکاتو کمېسیون د مالیې او اقتصاد وزارتونو له لوري د لازیاتې ارزونې په موخه پیشنهادي ګډو شرکتونو ته بېرته ورګرځاوه.
د غونډې په بله برخه کې له کورني او روسي ګډ قراردادي سره د پکتیا ولایت د مچلغو د اوبولګولو او برېښنا بند د فسخه شوې پروژې د حسابونو د تصفیې په خاطر د انرژۍ او اوبو وزارت د نوي حکم غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه چې کمېسیون تائید کړه.
د فواید عامې وزارت اړوند په درې برخو ۴۰ کیلومترو، ۵۰ کیلومترو او ۶۱ کیلومترو کې د قیصارلامان د ۱۵۱ کیلومتر مجموعي اوږد حلقوي سړک د شرکتونو د وړتیا د ارزونې په موخه د لارښوونې وړاندیز بېرته وګرځول شو.
دغه راز د تېلو او ګازو ادارې له لوري د نفتي توکو د کیفیت د تثبیت په اړه د نورم او سټنډرډ ملي ادارې وړاندېز، ملي تدارکاتو ادارې تائید کړ.
سربېره پر دې د ملي تدارکاتو ادارې او ملي دفاع وزارت استازو د ملي دفاع وزارت په یوه قرارداد کې د پانګونې د راپور بیا کتنه غونډې ته وړاندې کړه او تصویب کړه.
د ملي دفاع وزارت اړوند د غوښې پر پروژې د بحث پر مهال د هېواد جمهوررئیس یو ځل بیا د کورنيو تولیداتو او خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه چرګانو د غوښې تولیدونکو څخه د هغې پر پېرلو ټینګار وکړ.
د ملي دفاع وزارت اړوند د ۳ قلمه کمپیوټري نویو تجهیزاتو پروژې په اړه د طباعتي شرکتونو یوه عریضه او د کابل د تحقیقاتي مرکز د اووه پوړېزه ودانۍ د جوړولو په تړون کې د شرکت د عریضې مطابق د ۵ سلنه جریمې د ځنډ په اړه د تخنیکي تعلیماتو او مسلکي ادارې د بیاکتنې وړاندیز وشو چې د ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.
په عین حال کې د ملي دفاع وزارت د قول اردوګانو د تاسیساتو د ساتنې او بیارغاولو پروژې د مایع او وچو کثافاتو د تخلیې د سیستمونو د ساتنې او بیارغاونې د خدمتونو ( د بیې زیاتوالی) د تړون د تعدیل د منظورۍ وړاندیز او د پوهنې وزارت اړوند د هېواد د مرکز او ولایتونو د لیلیو د ۱۵ قلمه خوراکي توکو د برابرولو او تدارک د شپږمې، اوومې او اتمې برخې د پروژې د تړون د تعدیل (د وخت تمدید) وړاندیز، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت اړوند د سټلایټ د خدمتونو د وړاندې کولو پروژې د تړون د تعدیل (د بیې ټیټوالی) د منظورۍ وړاندیز او د فوایدعامې وزارت اړوند د لغمان ولایت د مهترلام بابا د ۴،۱ کیلو مترو په اوږدوالي د حلقوي سړک د قیرولو د پروژې د تړون د تعدیل (د وخت تمدید) وړاندیز هم تصویب شو.
د غونډې په پای کې د بغلان ولایت د ورزشي جمنازیوم د جوړولو پروژې د تړون د تعدیل (دوخت تمدید) او د بدخشان ولایت د ورزشي آمریت د اداري ودانۍ د جوړولود پروژې په اړه د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د منظورۍ دوه وړاندیزونه وشول چې کمېسیون منظور کړل، خو د لوی څارنوالۍ پلاوي د ننګرهار ولایت د ورزشي جمنازیوم د جوړولو د پروژې د تړون د تعدیل د (د وخت تمدید) منظورۍ وړاندیز د لازیاتې ارزونې په موخه بېرته وروګرځاوه.
بلخوا په دې غونډه کې د اجنډا مطابق د دې کمېسیون غړو د پخوانیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق پر راپور بحث وکړ چې یو شمېر پروژې یې هم تايید شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










