کندهار (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۷): چارواکي وايي، د سولې په برخه کې دې د مېرمنو مشورتي بورډ جوړ شي څو وکولای شي په اسانۍ خپل غږ تر نړیوالو ورسوي.
دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د کندهار ښار په یوه خصوصي صالون کې د سولې په برخه کې د مېرمنو د ملي اجماع اړوند رابلل شوې وه.
په دې غونډه کې د لومړۍ مېرمنې د ښځینه مشاورینو تر څنګ د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب، یو شمېر نورو چارواکو او سلګونو مېرمنو ګډون کړی وو.
په پيل کې له کابله د راغلي پلاوي په استازولۍ ډاکټر عایشې نورزۍ خبرې وکړې او ویې ویل، د غونډې موخه د سولې په برخه کې د ښځو ونډه او د هغوی نظریات اورېدل دي.
هغې زیاته کړه، تر دې مهاله د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د لومړۍ مېرمنې رولا غني په هڅو دغسې غونډې جوړې شوي او دا ځل یې کندهار کوربه دی.
د دې په خبره، دوی غواړي د سولې په اړه د افغانستان د ټولو ښځو نظریات او وړاندیزونه راټول او تر نړیوالو یې ورسوي.
د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب وویل، د دغسې غونډو جوړول مهم ګام دی او د سولې په برخه کې د ښځو ونډه تضمینوي.
د ده په خبره، د روانې جګړې تر ټولو لوی زیان افغان ښځه ګالي، ځکه په دې جګړه کې هره ورځ خپل اولادونه، خاوندان او وروڼه له لاسه ورکوي.
د دې لپاره چې د سولې په برخه کې د ښځو نظریات او وړاندیزونه ښه منعکس شوي وي، منیب غوښتنه وکړه چې د ښځو مشورتي بورډ دې جوړ شي.
ده وویل، په دې توګه ښځې وکولای شي په ښه توګه خپل غږ پورته کړي او تر نړیوالو یې ورسوي.
غونډې ته لسلګونو مېرمنو خبرې وکړې او ټینګار یې کاوه چې هر څه ژر په هېود کې سوله او ثبات راشي.
هغوی د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه چې نور نو په رښتینولۍ د هېواد اوږدې غمیزې ته د پای ټکی کښېږدي څو د دې هېواد اوسېدونکي ارام ژوند وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










