منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۶ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

درانى : د ځنګلونو د وهلو د مخنيوي لپاره پلان جوړ شوى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۷): د کرنې او مالدارۍ وزير وايي چې لا هم د ځنګلونو د خپلسري قطع کېدو په تړاو اندېښنې شته؛ خو د مخنيوي لپاره يې پلان جوړ شوی او ډېر ژر به يې عملي کارونه پيل شي.

د کرنې وزير نصير احمد دراني ناامني، داخلي او د سيمې مافيايي کړۍ هغه څه یاد کړل چې په خبره يې د ځنګلونو خپلسرې وهنې ته يې زمينه برابره کړې ده.

د کرنې او مالدارۍ وزير د مرغومي په ۱۱مه جلال اباد ښار کې د ننګرهار له والي سره د يو لړ موضوعاتو په تړاو د يو کنفرانس پرمهال دا څرګندونې وکړې.

هغه وويل، که څه هم ځنګلونه تر ډېره د ځايي خلکو مال دی او هغوی ته د اقتصادي ګټې وټې زمينه برابروي؛ خو وهل يې د ټول هېواد لپاره په زيان دي.

دراني اندېښنه وښوده چې داخلي او د سيمې مافيايي کړۍ په سيمو کې د ناامنۍ څخه په ګټې اخيستنې دې ته زمينه برابروي، چې ځنګلونه ووهل شي او قاچاق شي؛ خو دوی يې د مخنيوي لپاره ځانګړی پلان جوړ کړی دی.

ده زياته کړه، د قاچاق د مخنيوي لپاره به له امنيتي ادارو په همکارۍ هغه لارې وتړل شي، چې د لرګيو قاچاق پرې کېږي او د ځنګلونو د وهلو مخنيوي لپاره به له ځايي خلکو سره اقتصادي همکارۍ وشي.

د کرنې وزير د معلوماتو له مخې، پلان يې جوړ کړی، د هغو سيمو خلکو ته د نيالګيو د توليد زمينه برابروي چې شاوخوا ځنګلونه ولري او عايدات يې له هماغو ځنګلونو دي.

دی زياتوي: ((موږ د دغو سيمو خلکو ته د بېلابېلو ونو تخم ورکوو؛ دا مرسته هم ورسره کوو چې هغوی ياد تخم وکري، دې ته يې برابر کړي چې د خرڅلاو شي، نو که کال کې هغوی ۵۰۰ نيالګي برابر کړي او خرڅ شي ترې، که په سل افغانۍ يې هم وپلوري؛ نو ۵۰۰۰۰ افغانۍ کېږي.))

نصیر احمد درانی دغه راز وايي، د ځنګل لرونکو سيمو خلکو ته يې اتحاديې هم جوړې کړي او ورته يې د ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ د ګټې اخستنې طرز العملونه هم جوړ کړي، چې هم يې ساتنه کېږي او هم يې ځينې برخې بيارغول کېږي.

هغه د کونړ ولايت ځنګلونو ته په اشارې سره وويل، چې یاد ولايت تر ډېره د بې ميوو ونو ځنګلونه لري او اوس ورته پلان جوړ شوی، چې د چهارمغزو او ستروسو مصنوعي ځنګلونه په کې رامنځته شي، چې خلکو ته اقتصادي هم تماميږي او د نورو ځنګلونو د قطع کېدو مخه هم ورسره نيول کېږي.

د ننګرهار والي حیات الله حيات د دغه ولايت د ځنګلونو د وهلو په تړاو وويل، د ځنګلونو د خپلسري وهونکو او لرګیو د قاچاقبرانو په مقابل کې به له جديته کار واخلي.

دی وايي، که د دولت تر ولکې لاندې سيمو کې ځنګلونه په خپل سر ووهل شي او يا قاچاق شي؛ نو په مخنيوي کې پاتې راغلي ځايي مسوولينو سره يې هم قانوني چلند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې مشرانو جرګې په کونړ کې د ځنګلونو د بې رحمه وهنې په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ د هېواد ځنګلونو ساتنې لپاره د ځانګړې قطعې جوړېدو غوښتنه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه