منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سينماګران: که د سينما ستونزه حل شي دا ځل به ننګرهار په کوچني هاليووډ بدل کړو

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۷): په ختيځ زون کې سينماګران وايي، د سينما نه موجوديت يې د کارونو پر وړاندې لوی خنډ دی او که دغه ستونزه يې حل شوه؛ نو دا ځل به ننګرهار په کوچني هاليوډ بدل کړي.

ننګرهار چې يو وخت يې د واړه ممبي (کوچني باليوډ) نوم خپل کړی و، اوس په کې د ځينو ستونزو له امله د فلمونو جوړېدل کم شوي دي.

سينماګرانو د مرغومي په ۲۲مه جلال اباد ښار کې د يوې غونډې پرمهال د لومړي ځل لپاره په دغه زون کې د سينما ورځ ونمانځله؛ خو له اطلاعاتو او فرهنګ رياست يې شکايت درلود چې د نورو خدمتونو نه ترسره کولو ترڅنګ يې حتی دغه ورځ هم ورته نه نمانځي.

د نمانځغونډې پرمهال يو شمېر سينماګرانو او ممثلينو د خپل فن ننداره هم وړاندې کړه او د دې ترڅنګ يې د خپلو ستونزو غږ هم پورته کړ.

په ختيځ کې د سينماګرانو د ټولنې مشر امير شاه تلاش وويل، د کارونو پر وړاندې يې د سينما نه موجوديت او په ټوله کې د حکومت او اطلاعاتو او فرهنګ رياست نه پاملرنه لويې ستونزې دي، چې له امله يې دلته د سينماغوړېدلی هنر بېرته کمرنګه شو.

نوموړی مني چې تېر کې د سينماګرانو ستونزې هم وي، چې د فلمونو کيفيت پرځای يې کيميت ته توجه ډېره وه؛ خو اوس به يې د شمېر پرځای د فلمونو ښه والي ته ډېره توجه وکړي.

هغه زياته کړه ،که سينما جوړه شي او نندارچيان يې زيات شي؛ نو دا ځل به ننګرهار د ښو او نوې ټکنالوجۍ درلودونکو فلمونو په جوړولو پر کوچني هاليوډ يا د امريکايي فلمونو پر سينما بدل کړي.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې ننګرهار ته د فلمونو له درکه د هندوستان د فلمي صنعت کوچنى باليوډ ويل کېده.

د افغان سينما وتلی لوبغاړی حشمت الله فنايي هم دغې غونډې ته ورغلی و او په ټول هېواد کې يې د سينماګرانو پر وړاندې لويه ستونزه د سينماګانو نه موجوديت په ګوته کړ.

هغه وويل، که هر ولايت او يا هم د زون په کچه يوه سينما جوړه شي؛ نو د سينماګرانو ستونزې ورسره خپله حلېدلی شي.

په ننګرهار کې د فلمونو يو لوبغاړی او ډايرکټر نجيب الله صادق وايي چې که دوی څومره ډېر او د ښه کيفيت لرونکي فلمونه جوړ کړي؛ خو که سينما موجود نه وي، نه مينه وال پيدا کولی شي او نه هم د دوی کړی لګښت پوره کولی شي.

په ننګرهار کې د افغان فلم ادارې مسوولين وايي، ځکه د سينماګرانو ملاتړ نه کوي چې دوی دغې برخې ته ځانګړې بوديجه نه لري.

د دغې ادارې مشر محمدشاه مجروح وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په چوکاټ کې موجود دفتر يې يوازې يو زوړ ميز لري او کمپيوټر هم ده په خپلو شخصي پيسو اخيستی دی.

هغه وويل، دوی يوازې پاليسي جوړوي، چې يو افغان سينماګر څه ډول فلم جوړ کړي او د دې ترڅنګ يې په دولتي کچه د ستونزو د حل په برخه کې هم مرسته کوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم هم وايي، چې دغې برخې ته د ځانګړې بوديجې نه موجوديت د دې سبب شوی، چې ننګرهار کې د سينماګرانو هېڅ لاسنيوی نه کيږي.

خو وايي، پلان يې جوړ کړی چې يو شمېر مرستندويه ادارې جلب کړي چې د سينماګرانو د ستونزو د حل په برخه کې کار وکړي.

د يادولو ده چې تېر شاوخوا شپاړلس کلونه ننګرهار کې له ۱۵۰ زيات فلمونه جوړ شوي ، چې يو وخت يې په زياته کچه ليدونکي هم پيدا کړي و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور