منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«د بهرنیو مشابه توکو وارداتو د هرات تولیدي فابریکې له سقوط سره مخ کړې دي»

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

 

هرات (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۷): د هرات یو شمېر صنعتکاران وايي، داخلي تولیداتو ته د ورته بهرنیو توکو واردول د ځينو تولیدي فابریکو د سقوط لامل شوي او حتی له یادو فابریکو یې د سیالۍ توان اخیستی دی.

د هرات د صنعتي فابریکو یو شمېر مالکان دې ستونزې ته د حکومت پر نه پاملرنه چې پانګوال یې له ستونزو سره مخ کړي نیوکه کوي او وايي، داخلي تولیداتو ته د ورته توکو واردولو د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي د فابریکو مالکان له سیالۍ غورځولي دي.

دوی چې د یادې ستونزې یوازېنی حل پر وارداتي توکو د زیات محصول لګول ګڼي، ګواښ وکړ چې که حکومت دغه اقدام ونه کړي، پانګوال به نور هم تاواني شي.

په هرات کې د بيسکېټو تولیدي فابریکې مسوول سید ابراهیم سادات پژواک ته وویل، څو کاله مخکې یې پر خپله فابریکه شاوخوا شپږ ميلیونه ډالر پانګونه کړې خو پر ایران د امریکا بندیزونو، د ايراني تومان د ارزښت ټيټېدو او داخلي تولیداتو ته د ورته توکو واردولو له امله یې د فابریکې د کلنیو عایداتو کچه له ۵۰۰زره ډالرو څخه ۱۰۰زره ډالرو ته راټيټه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، له دې امله یو شمېر فابریکو خپل فعالیتونه درولي او له سقوط سره مخ دي.

هغه روښانه کړه: ((موږ ۶۰ سلنه لومړني توکي له ايرانه واردوو، خو ايراني توکي له داخلي توکو په ارزانه بیه بازار ته وړاندې کېږي.))

سادات وویل، څو ځلې یې له حکومته غوښتي چې داخلي تولیداتو ته د ورته توکو پر وارداتو ګمرکي محصول زیات کړي او یا یې په وارداتو بندیز ولګوي خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.

د صنعتي ښارګوټي د یوې بلې فابریکې مسوول فیض احمد وویل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د تومان د ارزښت له راکمېدو او داخلي تولیداتو ته د ورته توکو له واردولو وروسته یې خپل کارکوونکي له ۳۰۰ څخه ۶۰ تنو ته راکم کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: ((زموږ د کاروبار وضعیت ډېره ښه او هر څه مناسب روان و، خو اوس خراب شوی او ښه عاید نه لرو.))

د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم داخلي توکو ته د ورته توکو له واردولو په اندېښنه وویل، د هرات صنعتي ښارګوټي د زیاتره هېوادوالو د اړتیا پوره کولو توان لري، خو ناسالمې سیالۍ د دغه ښارګوټي د پرمختګ مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړه، افغانستان د خوراکي توکو د محصولاتو په زیاتره برخو کې ځان بسياینې ته رسېدلی، که حکومت داخلي تولیداتو ته د ورته توکو د وارداتو مخنیوي ته جدي تدابیر ولري، دغه فابریکې کولای شي د هېوادوالو غوښتنې پوره کړي.

د خادم د معلوماتو له مخې، د هرات د صنعتي ښارګوټي په درېیو فازونو کې له ټولو ۵۰۰ فابریکو څخه ۳۲۰ فابریکې فعالې دي، او شاوخوا ۱۸۰ فابریکې د ملاتړکوونکو پروګرامونو د نشتون له امله تولیدات نه کوي او ځنډول شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد