منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ښارجوړونې ته د پوهنې وزارت لېږل شوي انجنیران وايي، حقونه یې تر پښو لاندې کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

 

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۷): ښارجوړونې ته د پوهنې وزارت لسګونه لېږدول شوي انجنیران وايي چې د ولسمشر د فرمان له مخې دوی باید له خپلو امتیازاتو سره انتقال شي او د ۱۳۹۷ کال امتیازات چې تر اوسه یې نه دي ترلاسه کړي، باید ورکړل شي.

د حکومت د ټولو ادارو د پرمختیايي ساختماني پروژو د انتقال په اړه د ولسمشر د ۳۸۲۸ ګڼې فرمان د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۲مه صادر شو.

اعتراض کوونکي نن د چارو ادارې مخې ته په اعتراضي توګه راټول شوي وو.

یوه معترض انجنیر عزیزالدین فرخاري پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسمشر د یاد فرمان پر اساس له ټولو هغو ۱۱۰ انجنیرانو او مرستیالانو یې چې د پوهنې وزارت د تعمیراتو د پراختيا په ریاست کې یې دندې درلودې، ۸۸ یې د روان کال د چنګاښ میاشتې په جریان کې د ښارجوړونې وزارت ته انتقال شول، خو له هغه وروسته یې امتیازي معاش چې د ولسمشر د فرمان له مخې یې ترلاسه کاوه، نه دی ورکړل شوی.

دی وايي، له ۱۳۹۰ کال مخکې هېڅ انجنیر نه حاضرېده چې د پوهنې وزارت د تعمیرانو د پراختیا په ریاست کې په عادي معاش کار وکړي، خو د پوهنې د پخواني وزیر د وړاندیز او ولسمشر د فرمان پر اساس په دغه ریاست کې ۱۱۰ انجنیران پر عادي معاش سربېره د امتیازي معاش په بدل کې پر دندو و ګومارل او تر ‍۱۳۹۶ کال پورې یې خپل امتیازات ترلاسه کول.

د نوموړي په خبره، یو کال کېږي چې انتقال شوو انجنیرانو یې امتیازي معاشونه نه دي اخیستي.

له یادو انجنیرانو سیف الرحمن وویل: ((موږ پوهنې، مالیې، ښارجوړونې وزارتونو او د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون ته ولاړو، دوی ومنله چې زموږ د امتیازي معاش بودجه له پوهنې وزارت څخه ښاروجوړونې وزارت ته انتقال شي، خو شپږ میاشتې کېږي چې موږ ګرځو او د حاجي بهرام په نوم یو کس چې ځان د چارو ادارې کارپوه ښيي، موږ ستړي کړي یو او وايي، تاسو د درېیو واړو وزارتونو (پوهنې، مالیې او ښارجوړونې) موافقه راوړئ، موږ په جلا توګه د درېیو وزارتونو موافقې اخیستې خو دی وايي، د درېیو وزارتونو موافقې باید یو ځای وي، موږ نه شو کولای درې سره وزیران یو ځای کړو او موافقه یې واخلو.))

د نوموړي په خبره، په هغه صورت کې چې د دوی امتیازي معاشونه قطعه کېږي، باید د نورو امتیازي معاشونه هم پرې شي، له دې پرته دې د ولسمشر فرمان او هغه کړنلاره چې له ۱۳۹۰ کال راهیسې په دې برخه کې رامنځته شوې عملي شي.

د احمدشاه په نوم معترض انجنیر هم حاجي بهرام پر کارماتونه تورن کړ او ویې ویل، ټولو انجنیرانو چې شپږ میاشتې مخکې ښارجوړنې وزارت ته انتقال شوي، په بېلا بېلو پروژو کې کار کړی او ولسمشر باید اجازه ورنه کړي چې یو شمېر کسان د کارپوه په نوم د چارو په اداره کې له خلکو سره فاصله زیاته کړي.

معترض نوماندان چې شمېر یې له ۶۰ ډېر وو د چارو ادارې مخې ته د یو پرېکړه لیک په خپرولو له پوهنې وزارت څخه د ښار جوړونې وزارت ته د انجنیرانو او د دوی د مرستیالانو د انتقال په اړه د بودجې په تشکیل کې د ولسمشر د فرمان د تطبیق غوښتنه وکړه.

د اعتراض کوونکو په پرېکړه لیک کې راغلي: ((د ۱۱۰ انجنیرانو او د دوی د مرستیالانو د امتیازي معاشونو د قبلېدو په اړه د پوهنې وزارت د ۱۳۹۷ کال د لړم میاشتې د ۱۶مې نېټې د ۲۰۶ شمېرې وړاندیز چې د تطبیق لپاره یې د مالیې وزارت د چارو ادارې د غوښتنې او اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د وړاندیز ضمیمه د چارو ادارې ته استول شوې وه، د منظورۍ لپاره ولسمشرۍ مقام ته واستول شي.))

د پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي، د لېږد بهیر باید د انجنیرانو د سرخوږي او بې برخلیک کېدو لامل نه شي، د ښارجوړونې وزارت دې په راتلونکي کال کې د پوهنې وزارت د انجنیرانو په توګه د انجنیرانو د معاش او امتیازاتو د ورکولو لپاره په ۱۳۹۸ کال کې د اړتیا وړ بودجه په پام کې ولري څو یاده ستونزه حل او په راتلونکي کې تکرار نه شي.

د چارو ادارې د کلتوري او ټولنیزو چارو رییس میاګل وثیق وايي، د اعتراض کوونکو له استازو سره غږېږي او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې ستونزه حل شي.

د ده په خبره، په همدې ناسته کې پرېکړه کېږي چې د انجنیرانو د هغې دورې امتیازي معاشونه چې په پوهنې وزارت کې کې دنده کړې، پوهنې وزارت او پاتې به یې د ښار جوړولو وزارت ورکوي.

هغه وايي، په هغه صورت کې چې پوهنې او ښارجوړونې وزارت په دې برخه کې ستونزه ولري، هغه دې د یو وړاندیز په ډول یاده کړي څو د انجنیرانو د امتیازي معاشونو د ورکړې لپاره د ولسمشر امر واخیستل شي.

هغه د انجنیرانو د معاشونو د ورکړې په بهیر کې د ځنډ له امله بښنه وغوښتنه او ویې ویل، دغه ځنډ د اړوند ادارو د نظرونو راټولولو له امله رامنځته شوی و.

یاد انجنیران په چنګاښ میاشت کې هم د ملي شورا مخې ته په یوه اعتراضیه غونډه کې ویلي وو، د دوی انتقال د ولسمشر د فرمان خلاف و او حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه